افغانستان

ننګرهار کې پر نشه د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې کمپاین پيل شو

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر نشه د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شو.


په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس ډاکتر امیر محمد افتاب وایي چې د دې کمپاین موخه په نوموړي ولایت کې پر نشه د روږدو کسانو درملنه ده.

د هغه په خبره دا کمپاین یې تېره دوشنبه پيل کړی او تر دې دمه یې د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو۱۷۰ تنه روږدي کسان راټول کړي، چې ۲۰ یې ماشومان او ۱۵۰ نور یې لویان دي.

ډاکټر امیرمحمد افتاب زیاتوي: «د جلال اباد ښار له بېلابېلوسیمو مو ۱۷۰ تنه پر نشه روږدي ځوانان، سپین ږي او ماشومان راټول او روغتون ته مو د درملنې په موخه ولېږدول. دوی به د ۴۵ ورځو درملنې او مشورې وروسته خپلو کورنیو ستاته شي.»

د طالبانو د عامې روغتیا رئیس وایي هڅه کوي، چې پر نشه د روږدو کسانو سمه درملنه وکړي، خو زیاتوي، د امکاناتو د کمښت له امله ډېری وخت ستونزو له سره مخ وي.


پر نشه د روږدو کسانو روغتون ته راوړل شوي کسان خوښ دي، چې درملنه یې کېږي، خو زیاتوي، چارواکي دې د دوی د درملنې ترڅنګ د نشه یي توکو قاچاق کوونکي او پلورونکي ونیسي او سرچینې یې دې وچې کړي.
دوی وایي په ښکاره په بازار کې نشه یي توکي پلورل کېږي، خو څوک یې مخنیوی نه کوي.


پر نشه یي توکو روږدی فرید الله وایي: «کوم نشه یي توکي چې په ښار کې په ښکاره پلورل کېږي چارواکي؛ باید د دې مخه ونیسي, که طالبان د نشه یي توکو مخنیوی کوي نو باید د نشه یي توکو قاچاق کوونکي او کارخانې له منځه یوسي او کاروباریانو ته یې سزا ورکړي.»

عام خلک هم په نشه د روږدو د درملنې له اقدام نه خوښ دي، خو باوري نه دي، چې طالبان دې په دې چاره کې بریالي شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی احمدګل وایي، که طالبان غواړي بریالي شي پر نشه د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ دې دوی ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د هغه په خبره ډېری ځوانان له وزګارۍ نشې ته مخه کوي او خپل ژوند تباه کوي.
هغه زیاتوي: «له دې نشه یانو موږ سخت په تنګ یو ورځ تر بلې زیاتېږي، بس زموږ د هټیو ترڅنګ نشه یي توکي کاروي. همدا پر نشه روږدي له هټیو او کورونو په رڼا ورځ غلا کوي او د دې ترڅنګ پر ټولنه یې هم ناوړه اغیزه کړې هیله ده مخنیوی یې وشي.»

د جمهوریت له پرځېدو وروسته او د طالبانو له راتګ سره په هېواد کې زرګونه ځوانان وزګار شوي او کورنۍ یې له سخت اقتصادي حالت سره مخ شوې.
د نظر خاوندان وایي ډېری ځوانان د همدې وزګارۍ له امله په نشه اخته شوي، چې مخنیوی یې یوازې د کاري زمینو برابرول دي او بس.