افغانستان

د سعید خوستي کیسه څه ده؟

یوه ویډیو چې له دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي یوه نجلۍ، الهه دلاورزۍ ادعا کوي چې د تېر کال په سلواغه میاشت کې د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند سعید خوستي له هغې سره په جبري توګه نکاح کړې ده.

هغه وایي چې د سعید خوستي له خوا څو ځله شکنجه شوې او تېری پرې شوی دی.

هغه همداراز زیاتوي چې هڅه یې کړې د سعید خوستي له کوره وتښتی؛ خو نه ده بریالۍ شوې.

له دې سره سره دوې نورې ویډیوګانې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي اغلې دلاورزۍ او ښاغلی خوستی ښیي چې ښاغلی خوستی د دغې نجلې کور ته ورغلی او هڅه کوي په زور د هغې کور ته دننه شي؛ خو په بله ویډیو کې لیدل کېږي چې اغلې دلاورزۍ جارو په لاس کې لري، ښاغلی خوستی له خپل کوره باسي او وایي چې له پوځیانو څخه وېره نه لري.

لومړی سعید خوستي په دې اړه ځواب نه ورکاوه؛ خو څو ساعته وروسته د چهارشنبې پر ورځ هغه په دوو ټویټونو کې دغو ادعاوو ته ځواب ورکړ.

هغه ادعا کوي چې شپږ میاشتې مخکې یې اغلې الهې سره د هغې په غوښتنه نکاح کړې وه.

ښاغلي خوستي اغلې دلاورزۍ پر اسلام د هغې د باور پر ستونزې تورنه کړه او ویې ویل چې غوښتي یې دي دغه ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي؛ خو پایله یې ونه لرله ځکه د سعید خوستي په وینا اغلې دلاورزۍ مقدساتو ته سپکاوی کاوه.

هغه د اغلې دلاورزۍ د وهلو ټکولو ادعا رد کړه او ویې ویل چې اوس ترې جلا شوی دی.

هغه د دې کار له امله له طالبانو او خلکو بښنه وغوښته.

د قضیې په بل اړخ کې څو ساعته وروسته ښاغلي خوستي بیا په ټویټر کې وویل چې حاضر دی محکمې ته ولاړ شي.

خو د اغلې دلاورزۍ خپلوان وایي چې موضوع بل څه ده او هغه ډېر شکنجه شوې ده او اوس یې ژوند په خطر کې دی.

الهه دلاورزۍ د مخکیني حکومت د یوه جنرال لور ده.

د سعید خوستي او اغلې د دلاورزۍ د واده اړوند یو بلنلیک چې یو نقل یې آمو ته رسېدلی د دغه واده نېټه د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۶ ویل شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه موضوع څېړي.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو دغه کار د ښځو پروړاندې یو ډول تاوتریخوالی ګڼلي او وایي چې دغې موضوع ته باید په عادلانه توګه پاملرنه وشي.

یوې له دغو فعالانو د خپل نوم په نه څرګندولو سره آمو ته ویلي چې طالبان په دغه دوسیه کې له مذهبي موضوعاتو کار اخلي ترڅو د ترسره شوي تاوتریخوالي په اړه د خلکو لیدلوری بدل کړي.

د آمو تلویزیون خبریال هڅه وکړه په دې اړه له اغلې دلاورزۍ سره خبرې اترې وکړي؛ خو له پرلپسې اړیکو سره پر دې کار بریالی نه شو.