افغانستان

طالبان: د امریکا وسلې او نظامي تجهیزات د پوځي نښتې په قیمت هم نه سپارو

طالبانو ډونالډ ټرمپ ته خبردارۍ ورکړی چې پاتې امریکايي وسلې او نظامي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او د پوځي نښتې په قیمت به یې هم امریکا ته و نه سپاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا اشغالګر دی او په خپل شل کلن حضور کې یې افغان ولس ته ستر زیانونه اړولې دي. نوموړي همداراز ویلي چې امریکا اشغالګر او ایران د طالبانو دوست او متحد دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې ده: «ایران او امریکا د پرتلې وړ نه دي، امریکا له افغانستان سره اوږد واټن لري او یو غیر اسلامي او اشغالګر هېواد دی. خو ایران زموږ په ګاونډ کې، د افغانستان دوست او ښه همکار دی چې له موږ سره څو اړخیزې اړیکې لري.»

د طالبانو ویاند د ټرمپ د غوښتنې په تړاو چې ویلي یې دي په افغانستان کې پاتې وسلې به راوګرځوي، ټینګار وکړ چې دا وسلې او تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او دوی به د دې وسلو او تجهیزاتو د ساتنې لپاره د امریکا د هر ډول فشار پر وړاندې ودرېږي حتا که جګړه او نظامي برید هم وکړي.

ذبیح الله مجاهد وایي: «د بګرام هوايي اډه د افغانستان د خاورې برخه او اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده. د وسلو او تجهیزاتو د بېرته ګرځولو په اړه د امریکا غوښتنه منطقي نه ده او دا زموږ ملکیت دی. هیڅوک له موږ څخه دا تجهیزات نشي اخیستلای، موږ د خپلې خاورې او له تجهیزاتو څخه دفاع ته چمتو یو.»

ډونالډ ټرمپ، له خپلې بریا وروسته په وار وار، له افغانستانه د پاتې وسلو او نظامي تجهیزاتو د بېرته راګرځولو په اړه دریځ ونیوه، خو په رسمي بڼه، د افغانستان د مدیریت او کنټرول په اړه یې کوم مشخص دریځ نه دی غوره کړی.

د پوهنتون استاد، فیض محمد زلاند، آمو ته وویل: «د ترمپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې دی له طالبانو سره د تعامل او خبرو هیله نه لري. د ترمپ سخت دریځ او زورواکی چلند د طالبانو پر وړاندې خطرناک دی.»

د ټرمپ ادارې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي تل نیوکه کړې ده او په افغانستان کې د ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو پرېښودل یې د نه منلو وړ بللې ده. تازه ډونالډ ټرامپ له افغانستان سره د مرستو لړۍ هم د امریکايي وسلو بېرته سپارلو سره مشروط کړې ده.

له دې غوښتنې سرههم‌مهاله ، طالبانو نن په کابل کې له یو شمېر پخوانیو نظامیانو سره غونډه وکړه، چې پکې د امریکايي پوځي تجهیزاتو د بيرته نه سپارلو څخه ملاتړ وشو.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې امریکا به د اوکراین او منځني ختیځ د ناورین تر حلېدو وروسته، آیا د افغانستان دوسیه به هم پرانیزي او که نه؟