افغانستان

د تورخم دروازه لا هم بنده؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن بیا نښته شوې

نن یو ځل بیا د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ، تورخم دروازې ته نږدې نښته شوې ده.

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نن له غرمې وروسته د ډيورنډ کرښې په اوږدو او د تورخم دروازې ته نږدې د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. تر اوسه د دې نښتې د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي. دا په داسې حال کې ده چې له دیارلسو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نن له غرمې وروسته، تورخم دروازې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. آمو ته رسېدلي انځورونه ښيي چې دواړو لوریو په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی. تر دې دمه د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، طالبانو او پاکستان هم تر اوسه په رسمي توګه د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي. بل لور ته، دیارلس ورځې کېږي چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سوداګریز توکي بند پاتې دي.

د تورخم دروازه دیارلس ورځې مخکې، د پاکستان له لوري وتړل شوه چې لامل یې د امنیتي مسایلو ترڅنګ د طالبانو له خوا د سرحدي پوستو جوړول یاد شوي دي. د سوداګریزو توکو یو شمېر موټر چلوونکي آمو ته وایي چې د دې لارې تړل کېدو دوی ته اقتصادي زیانونه اړولي دي.
په تورخم کې یو موټر چلوونکی، حکمت خان، وایي: «له دوولسو ورځو ډېر وخت وشو چې تورخم تړل شوی، موږ ته یې ډېر زیان رسولی. دلته د پاتې کېدو هېڅ اسانتیا نشته، هوټل نشته، آن د څښلو اوبه هم نه پیدا کېږي. زموږ یوازینی غوښتنه دا ده چې دا لاره ژر تر ژره بېرته خلاصه شي.»

د تورخم د دروازې له تړل کېدو سره نه یوازې چې سوداګریز توکي بند پاتې دي، بلکې د دې لارې مسافر یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نعمان الله، یوه مسافر په دې اړه آمو ته وویل: «څو شپې او ورځې کېږي چې دلته بند پاتې یو، شرایط راته ډېر سخت دي. د روژې مبارکه میاشت ده، روژه مو نیولې خو دلته نه ډوډۍ پیدا کېږي او نه اوبه.»

د پاکستان سرحدي ځواکونو دیارلس ورځې وړاندې د تورخم دروازه د امنیتي اندېښنو له امله وتړله، چې د خبرو اترو تر ناکامېدو وروسته، دا موضوع د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې لامل شوه. هغه نښته، چې تر دې دمه د یوه ملکي کس د وژل کېدو، د درېیو پاکستاني سرتېرو د ټپي کېدو، او د طالبانو د یوه کس د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو لامل شوه.

د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې هره ورځ زرګونه په سوداګریزو توکو بار موټر له دې لارې تګ راتګ کوي او د پاکستان سوداګریز توکي له دې لارې لومړی افغانستان او بیا د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لېږدول کېږي.