د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو نن د هسپانیا په ماډریډ کې د نړیوالو کارپوهانو په حضور کې پیل شوه. دغه ناسته د افغانستان؛ د هیلې ژوندي کېدل او ګډې هلېځلې تر نامه لاندې ترسره کېږي، چې پکې د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو ارزونه کېږي.
رنګین دادفر سپنتا وایي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شتون حتا د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي.
د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو ناسته دلته په ماډریډ کې پیل شوه. دا ناسته د متخصصینو، سیاستوالو او د ځینو هېوادونو استازو ته یوه فرصت بلل شوی، چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړي.
ښاغلي سپنتا دغې غونډې ته وویل: « له همدې امله، وړاندیز کېږي چې د افغانستان د خلکو ملي جرګه په قاطع او مشخص ډول تأسیس شي. دا جرګه باید له نارینهوو او ښځو، او همداراز له ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو څخه جوړه وي، چې د افغانستان پر استقلال، ازادۍ او ملي حاکمیت باور لري.»
د دې ناستې اصلي موخه د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د ګډو لارو چارو موندل او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د دې ناستې ګډونوالو د ترهګرۍ ضد مبارزې، د دولتي بنسټونو پیاوړتیا، د بشري حقونو او اقتصادي پراختیا په څېر موضوعات وڅېړل.
دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې افغانستان له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دی، او د هېواد د وضعیت د ښه والي لپاره د نړیوالو ګډو هڅو اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسېږي.