افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه او د افغانستان ارزونه

د راتلونکې جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا د ۵۸مې کلنۍ غونډې په دوام، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت هم تر ارزونې لاندې نیول کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا د اعلامیې له مخې، د دې غونډې په دوام به د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم د افغانستان د بشري حقونو د موضوعاتو د بحث برخه وي.

د افغانستان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ، هم په دې غونډه کې ګډون کوي. د بشري حقونو د عالي شورا د کلنیو غونډو ۵۸م دور به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل شي او د حمل میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه شمېرل کېږي. ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ، د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي. دغه شورا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي د مأموریت پر تمدید هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا د اعلامیې یوه برخه: «د دې شورا د ۵۸مې غونډې په ترڅ کې به د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ راپورونه، او همدا راز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه جلا څېړنه او ارزونه وشي.»

د دې غونډې د جوړېدو په درشل کې، د هېواد یو شمېر وګړي، په ځانګړي توګه ښځې او انجونې، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ شوي، وايي چې تمه لري دغه غونډه طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.

د غور اوسېدونکې، بهشته، آمو ته وایي: «تر اوسه دغو غونډو د محدودیتونو په کمېدو یا د بشري حقونو د سرغړونو په کمښت کې هېڅ اغېز نه دی کړی. خو هیله لرو چې دا ځل یو ښه پایله ورکړي، او د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې، یو مناسب ژوند او بشري حقونه ترلاسه کړي.»

د فراه اوسېدونکې، مروه، وایي: «موږ هیله لرو چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت هغسې وښودل شي لکه چې دی، او د ښځو د حقونو په اړه اساسي بحث وشي. د افغانستان له اوسني وضعیت څخه ټول ستړي شوي دي. کله چې د ټولنې نیمایي برخه هېرېږي، د بشري حقونو وضعیت او اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي.»

طالبانو د دریو کلونو په ترڅ کې واک تر بیا راستنېدو وروسته ، د هېواد پر وګړو، په ځانګړي توګه پر ښځو او انجونو، سخت محدودیتونه وضع کړي دي. د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې دغو محدودیتونو افغانستان د بشري حقونو له ناورین سره مخ کړی دی.