د ویانا د ناستو د لړۍ پنځمه غونډه، راتلونکي سهشنبې د دوه ورځو لپاره جوړېږي.
د ویانا لړۍ د اجرایوي کمیټې غړی محمد الله افضلي آمو ته ویلي، چې په دې ناسته کې به له طالبانو وروسته د یو ډیموکراتیک بدیل د طرحې د رامنځته کېدو پر عملي ګامونو به خبرې اترې وشي.
د ښاغلي فضلي په وینا، په دې ناسته کې، لږ تر لږه سل څيرې او پنځوس لوی سیاسي جریانونه به ګډون وکړي. طالبانو تر اوسه د دې ناستې د جوړېدو په اړه څه ندي ویلي.
د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفین د ویانا د ناستو په لړۍ کې راتلونکي سه شنبې ورځ د پنځم ځل لپاره په اتریش کې سره راټولېږي.
د ناستو دغه لړۍ په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د یوه اتریشي انسټيټیوټ په کوربه توب رامنځته شو.
د ویانا لړۍ د اجرایوي کمیټې غړي محمد الله افضلي له آمو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې ناسته کې به له طالبانو وروسته د یو ډیموکراتیک بدیل د طرحې د رامنځته کېدو پر عملي ګامونو به خبرې اترې وشي. د افضلي په وینا، په دې ناسته کې به لږ تر لږه سل څيرې او ۵۰ لوی سیاسي جریانونه ګډون وکړي.
د ویانا لومړۍ ناسته د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په میاشت کې جوړه شوه.
په درې وروستیو کلونو کې د ویانا ناستې:
– د ویانا لومړی ناسته
د جوړېدو نېټه: د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږې ۲۴مه.
موخې او آجنډا: د جریانونو او سیاسي څېرو ترمنځ د سیاسي اجماع تقویت.
– د ویانا دویمه ناسته
د جوړېدو نېټه: د ۱۴۰۲ لمریز کال د غوايي میاشتې ۴مه.
موخې او آجنډا: د افغانستان د روان وضعیت ارزونه او د دوحې د دویمې ناستې لپاره د تګلارې ترسیمول.
– د ویانا درېیمه ناسته
د جوړېدو نېټه: د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندي ۱۲مه.
موخې او آجنډا: د ملګرو ملتونو په محور کې د بدلون لپاره سیاسي بهیرونو آسانتیا.
– د ویانا څلورمه ناسته
د جوړېدو نېټه: د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ ۳مه.
موخې او آجنډا: د سیاسي توپيرونو کموالی او د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه واحد او ګډ لیدلوري رامنځته کول.
په هېواد کې د ټاکنو ترسره کېدل، د پراخبنسټه او ټول شموله حکومت رامنځته کول او د بشري حقونو تأمین هغه مهم موارد دي چې په دې ناستو کې پرې په دوامداره توګه ټینګار شوی؛ خو شنونکي وایي چې یواځې هغه طرحه د افغانستان پر راتلونکي اغېز لرلی شي چې د خلکو رول ته پکې لومړیتوب ورکړل شي.
ضیا بدخش، څېړونکی، وایي: «کاش چې د افغانستان سیاستوال په خپلو صفوفو کې انسجام، یووالی او یو موټي پاتې کېدل وساتي او د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې داسې نقشه جوړه کړي او دا د لارې نقشه له نړۍ سره په ځانګړي توګه د افغانستان په برخلیک کې پرېکړه کوونکو هېوادونو سره شریک کړلای شي، نو دا له اهمیته ډکه او سمه لاره ده. د لارې په نقشه کې باید د خلکو رول په پام کې ونیول شي.»
طالبانو تر اوسه د دې ناستې د جوړېدو په اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی، خو د ویانا د څلورمې ناستې پر مهال، د طالبانو یاند آمو ته ویلي وو، نغواړي د دې ناستې په اړه دریځ ولري.