په ۲۰۲۵ زږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د امریکا له لوري په ځانګړي توګه سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ تر بیا راستنېدو وروسته هېڅ ډول پيسې ندي ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو د مالي خدماتو له معلوماتو د آمو یوه ارزونه ښيي چې په ۲۰۲۵ زږدیز کال کې افغانستان ته د امریکا له لوري په ځانګړي توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ تر بیا راګرځېدو وروسته، هېڅ ډول بودیجه نده ورکړل شوې. د ملګرو ملتونو د تادیاتو د لېست پر بنسټ، متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ زږدیز کال کې د ۲۰۲۵ کال د لګښتونو لپاره څه باندې ۲۹ میلیونه ډالره د بشري مرستو په موخه لګولې دي.
د آمو ارزونې همدا راز ښيي چې امریکا په ۲۰۲۵ کال کې، نږدې ۲۳۴ میلیونه ډالره د بشري مرستو د اړتیاوو د ځواب ویلو په موخه له افغانستان سره ژمنه کړې ده، خو د امریکا د یو شمېر بهرنیو مرستو له معافیت سره سره، د بشري مرستو یوه اندازه مالي سرچینې لا هم کنګل پاتې دي.
ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې تعلیق کړلې، خو له دې پرېکړې درې ورځې وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، ژغورونکي بشري مرستې یې له دې پرېکړې استثنا کړې.
خو له دې سره، آيا په دې موده کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مرستې جاري ولې او که نه؟
د ملګرو ملتونو د مالي خدماتو د څارنې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې، د امریکا له لوري افغانستان ته پنځه د پيسو تادیات ترسره شوې دي چې په مجموعي توګه ۲۹ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره کېږي. وروستی تادیات نږدې ۱۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالره ول.
خو له دې تادیاتو څخه یو یې هم د ډونالډ ټرمپ له راتګه وروسته ندي ترسره شوي، بلکې هغه تادیات دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو پروګرام ته په ځانګړي توګه د روغتیايي مرستو په موخه ورکړل شوې دي.
د نړیوال پراختیايي ادارې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاڼې ښيي چې متحده ایالاتو له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چوکاټ کې د ۲۳۴ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، چې د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ بودیجې یوازې لس سلنه او دغه سازمان ته د ۷۴ سلنې مالي ملاتړ د ژمنې برخه وه.
له دې ټولو سره د ملګرو ملتونو د مالي خدماتو د څارنې معلومات ښيي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره د امریکا له لوري په ځانګړي توګه هغه مهال چې ټرمپ بیا ځلې واک ته ورسېد، هېڅ ډول مالي مرسته نده شوې.
د ملګرو ملتونو د اطلاعاتو د مشارکت کمیټې موندنې ښيي چې د فبروري تر شپږمې نیټې یعني یوازې څلور ورځې وړاندې هم د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو منظمې بودیجې ته هېڅ پيسې ندي ورکړل شوي. په سویس کې د ظرفیت د ارزونې پروژې بنسټ ویلي چې د ځينو حیاتي بشري مرستو په بندیز کې له معافیت وروسته هم، د یو شمېر مرستندویه بنسټونو او حیاتي پروژو مالي سرچینې کنګل دي.
د امریکا له لوري د بشري مرستو په موخه عمده مالي مرستې د ملګرو ملتونو له لارې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته رسېدلې.
د امریکا له لوري پر بشري مرستو محدودیت په افغانستان کې د لسګونو مرستندویه بنسټونو د فعالیت د درېدلو لامل شو او ورته مهال، د افغانستان د اسعارو په بازارونو کې له نوساناتو نیولې بیا د شدیدې اقتصادي بې ثباتۍ، د توکو د بیو لوړوالۍ او همدا راز د ملګرو ملتونو د یو شمېر پروژو د تطبیق درېدل یا د ځنډېدو لامل شو. د امېندوارۍ د روغتیا آژانس د برنامو په څېر چې اعلان یې وکړ په افغانستان کې ۹ میلیونه ښځې د امېندوارۍ او ژغورنې له خدماتو محرومې شوې.
که څه هم ملګرو ملتونو ویلي چې د امریکا مرستې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودیجې لویه برخه جوړوي، خو له دې وړاندې د امریکا پخواني ځانګړي څارونکي ویلي و چې د طالبانو په واکمنۍ کې امریکا له افغانستان سره څه باندې ۳.۷ میلیارده ډالر مرسته کړې چې یوه مهمه برخه یې د طالبانو جېب ته تللې ده.
له بلې خوا، د امریکا د کانګرس غړي ټیم بورچیټ ادعا کړې چې د مرستو له ځنډېدو سره سره، لا هم طالبانو ته په اوونۍ کې د امریکا ۴۰ میلیونه اوونیزه بسته رسېږي ، خو طالبانو د مرستو پيسو ته د دوی لاسرسی رد کړی دی.