نړۍ

د ایران مشر: له امریکا سره مذاکره «عاقلانه او هوښیارانه نه ده»

آیت الله خامنه‌ يي د ایران مذهبي مشر

د ایران مشر، علي خامنه‌اي، ټینګار کړی چې له امریکا سره مذاکره د دې هېواد د ستونزو د حل لپاره ګټوره نه ده، ځکه چې تېرې تجربې ښودلې چې دغه خبرې پایله نه لري.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د ایران د هوايي ځواک او هوايي دفاع د قومندانانو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه وویل: «موږ امتیاز ورکړ، مذاکره مو وکړه، نرمښت مو وښود، خو هغه پایله مو تر لاسه نه کړه چې زموږ هدف و.»

خامنه‌اي د ۱۳۹۰ لسیزې د مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چې ایران د څو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکا، سره یو تړون لاسلیک کړ، خو واشنګټن پر خپلو ژمنو و نه درېده.

هغه د امریکا له دې پرېکړې نیوکه وکړه چې له دغه تړون څخه ووت او وویل: «حتی د امریکا اوسني ولسمشر دا تړون وشکاوه او ژمنې یې عملي نه کړې.»

نوموړي له امریکا سره مذاکره «غیرعاقلانه، غیرهوښیارانه او غیراخلاقي» وبلله او ادعا یې وکړه چې واشنګټن د خبرواترو څخه د ایران د لا زیاتو فشارونو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تهران او واشنګټن تر منځ کړکېچ لا هم روان دی او د دواړو هېوادونو د اړیکو راتلونکی نامعلوم ښکاري.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې له ایران سره د خبرو لپاره تیار دی.

نوموړي د ایران له چارواکو سره د احتمالي اړیکو په اړه وویل: «زه به ورسره تماس ونیسم، ماته فرق نه کوي چې هغوی اړیکه ونیسي یا زه. ډېر خلک وايي چې باید هغوی لومړی زنګ ووهي، خو ماته دا مهمه نه ده.»

ټرمپ زیاته کړه چې یوازینی هدف یې د ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی او چمتو دی چې له ایران د ولسمشر سره مخامخ خبرې وکړي.