د پنجشېر، دایکندي، جوزجان، هرات، کاپیسا، غزني، بلخ او کندز د دولتي پوهنتونونو یو شمېر استادان چې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ماسترۍ او دوکتورا په کچه د اشرف غني د دولت پرمهال له هېواده بهر ته لېږل شوي، د خپلو معاشونو د نه ورکولو په اړه شکایت لري.
دغه استادان وايي چې له پینځه میاشتې زیات وخت کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي.
اته تنه دغه استادان د نومونو د نه په ډاګه کېدو په شرط دا موضوع له آمو تلوېزیون سره په خبرو کې مطرح او طالبان یې په دوه ګوني چلند تورن کړل.
په بورسونو تللي استادان: پينځه میاشتې کېږي چې معاشونه مو نه دي اخیستي!
د هرات پوهنتون یو استاد چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دی، په دې اړه وایي چې د بورسونو مقررې د ۱۵مې مادې له مخې، د بورسونو محصلین د میاشتني معاش مستحق دي.
د بورسونو د مقررې په پينځلسمه ماده کې راغلي: «د بورسونو محصل چې له هېواده بهر ته لېږل کېږي، د زده کړو پرمهال د زده کړو دورې تر بشپړېدو هره میاشت د اړوند بست له اجزاوو سره د معاش د اخیستو مستحق بلل کېږي.»
یو بل استاد وایي: «په ځینو پوهنتونونو کې د استادانو معاشونه نه ورکول کېږي او موږ ددې لامل چې ولې مو معاشونه بند شوي نه پوهېږو.»
هغه په دوام کې وایي چې له قانوني پلوه کوم خنډ نشته ترڅو د دوی معاشونه نه ورکول کېږي. تېر حکومت له انکشافي بودیجې د هغو استادانو معاشونه ورکول چې له هېواده بهر وو؛ خو طالبان انکشافي بودیجه نه لري او دا تر ټولو لویه جفا ده چې د پوهنتونونو د استادانو په وړاندې کېږي.
یو بل استاد چې په مالیزیا کې د ماسترۍ په زده کړه بوخت دی هم وایي: «له پينځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي، زما د معاشونو نه راکول د دې لامل شول چې په افغانستان کې مې کورنۍ کرنیزې ځمکې وپلوري ترڅو زما لګښت ورکړي؛ خو مجبور یم چې زده کړه پرېږدم.»
نوموړي زیاته کړه چې د کابل، کندهار او ننګرهار پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره اړیکه لري چې هره میاشت میاشتني معاشونه اخلي.
دغو کسانو ته د میاشتني معاش نه ورکولو، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، تر دې چې آن یو شمېر یې هېواد ته د راستنېدو پیسې نه لري.
یو بل استاد چې اوس په هند کې د ماسترۍ په زده کړه بوخت دی وايي شپږ میاشتې کېږي چې میاشتني معاشونه یې نه دي ورکړل شوي او زده کړه یې په هند کې پای ته رسېدلې ده؛ خو هېواد ته د راستنېدو پیسې نه لري. هغه په دوام کې وویل: «همدا اوس د خپلو لګښتونو لپاره د یوې اندازه پیسو د ترلاسه کولو لپاره د هند په یوه رستوران کې کار کوم.»
یو بل استاد وایي: «دا ستونزه مو د لوړو زده کړو وزارت ته د لیک په لېږلو سره شریکه کړې چې وزارت د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۲۹مه استادانو دا وړاندیز ریاست الوزرا ته لېږلی؛ خو سره له دې چې څو ځله مې ریاست الوزرا ته مراجعه کړې؛ خو ځواب مو نه دی ترلاسه کړی.»
دغه استاد زیاتوي چې د طالبانو پلمه د انکشافي بودیجې نشتوالی دی؛ خو د نورو ولایتونو استادان خپل میاشتني معاشونه اخلي؛ خو طالبان دوه ګونی چلند لري او د پوهنتونونو د استادانو په حق کې جفا کوي.
بل استاد وایي: «مجبور شوی یم چې خپلې زده کړې پرېږدم او په هغه هېواد کې چې په زده کړو بوخت وم په یوه کارخونه کې سخت کار وکړم ترڅو د کورنۍ نفقه او د خپل لګښت پیسې پیدا کړم.»
دغه کس چې په افغانستان کې د پوهنتون استاد و، زیاتوي: «ددې وضعیت دوام به د افغانستان لوړو زده کړو ته لوی زیان ورسوي.»
طالبان هېڅ قانون ته ژمن نه دي
له بلې خوا، د پوهنتون پخوانی استاد احمد سعیدي وایي: «که دا کسان چې د زده کړو لپاره تللي او دولت ورسره تړون کړی، په پایله کې دولت مکلف دی چې د دوی میاشتني معاشونه ورکړي؛ خو اوس نظام بدل شوی او طالبان هېڅ قانون ته ژمن نه دي.»
د حقوقي چارو کارپوه سبحان الله مصباح هم په تحصیلي بورسونو کې د شاملو استادانو معاشونو نه ورکول له قانونه سرغړونه بولي او وایي چې په افغانستان کې د کار مزد قانوني ملاتړ لري. کله چې استادان له دولت سره تړون لري، اداره مکلفه ده چې د دوی حقوق او امتیازات ورکړي.
هغه زیاته کړه چې استادان د دولتي کارکوونکو په توګه له هېواده بهر ته د زده کړو لپاره لېږل شوي او معاشونه یې باید ورکړل شي؛ خو اوس په افغانستان کې اساسي قانون نشته.
د لوړو زده کړو وزارت د نظر ترلاسه کولو لپاره د آمو تلوېزیون له هڅو سره سره، د طالبانو اداره او ددې ډلې کوم ویاند په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو.
یو شمېر استادان په دې اند دي چې طالبان په بېلابېلو پلمو سره غواړي دغه استادان د زده کړو له دوامه لاس واخلي او نور نو هېواد ته د راستنېدو او د افغانستان په پوهنتونونو کې د تدریس دوام ته لیوالتیا ونه لري، ترڅو دوی خپل کسان به دغو پوهنتونونو کې وګماري.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې، د هېواد له بېلابېلو برخو یو شمېر رپوټونه خپاره شوي چې ددې ښودنه کوي طالبانو له څو میاشتو راهیسې د دوی تر واک لاندې بنسټونو د کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.