افغانستان ساینس او ټکنالوژي

د طالبانو پر ادارو سایبري برید او د محرمو اسنادو خپرېدل

د یو نامعلومه هېکري ډلې لخوا د طالبانو د معلوماتو بانک د سایبري برید هدف ګرځېدلی، او د دې ډلې د ۲۱ وزارتونو، خپلواکو ادارو، او ریاستونو محرم اسناد پر انټرنیټ خپاره شوې دي.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د ماليې، عدليې، بهرنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، مخابراتو، کانونو او پټرولیم، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او سترې محکمې وزارتونه د دې سایبري برید هدف ګرځېدلي دي.

هېکري ډلې د طالبانو سلګونه رسمي اسناد په یوې وېبپاڼې، چې «طالب لېکس» نومېږي، خپاره کړي دي.

د یادې هېکري ډلې هویت او د دې وېبپاڼې مسئولین لا نه دي معلوم، او تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې بې ساري اقدام مسئولیت نه دی منلي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه هېڅ تبصره نه ده کړې، او دا وېبپاڼه لا هم فعاله او د خلکو لپاره د لاسرسي وړ ده.