د سوریې د موقت حکومت مشر احمد شرع راتلونکو اونیو کې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د سوریې د موقت حکومت د ریاست دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې احمد شرع د مکرون له لوري یو رسمي بلنلیک ترلاسه کړی دی.
په دې لیک کې راغلي: «دواړو لوریو د ټلېفوني خبرو پر مهال د سوریې د خلکو پر ضد د لګول شویو اقتصادي بندیزونو په اړه خبرې وکړې»
احمد شرع، چې د بشار اسد د حکومت له سقوط وروسته د سوریې د موقت حکومت مشري کوي، مخکې له دې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.
ښاغلى شرع د هیئت تحریر الشام ډلې مشر دی، چې پخوا د القاعدې یوه څانګه وه؛ خو اوس د سوریې د موقت حکومت مشري کوي.
نوموړی وايي چې د سوریې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل له ۴ تر ۵ کالو وخت نيسي، خو د دې ځنډ لاملونه يې نه دي بیان کړي.
هغه ویلي چې نړیوال معیارونه به د انتقالي دورې لپاره په پام کې ونیسي او یو ټولګډونه ملي غونډې ته ژمن دی، چې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي.
کله چې احمد شرع د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شو، هغه ته د قانون جوړونې موقتې شورا د جوړولو واک هم ورکړل شو، او له هماغه وخته د سوریې اساسي قانون تطبيق وځنډول شو.