زرګونه اعتراض کوونکو د شېخ حسينه د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د خپل قهر د ښودلو لپاره د بنګلهدېش د بنسټ اېښودونکي او د هغې د پلار کور ته اور اچولی دى.
د رویټرز د راپور له مخې، د بنګلهدېش لیرې شوې لومړۍ وزيرې شېخ حسینې په یو احساساتي وینا کې له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د دې هېواد د موقتي حکومت پر ضد ودرېږي.
له دې وینا وروسته، چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې په زرو ګونه کسانو چې ځینې یې په لرګیو، تبرونو، جرثقیلونو، بېلونو او نورو وسایلو باندې سمبال و، د دې تاریخي کور او دغه هېواد د خپلواکۍ د یادګار شاوخوا راټول شوي وو. د هغوی هدف دا و چې د شپې ۹ بجې د شېخ حسینه د پلویانو غونډه ګډوډ کړي.
د دغه راپور پر بنسټ، اعتراض کوونکو، چې ډېری یې «د تبعیض پر ضد زده کړيالانو» ډلې سره تړاو لري، د حسینې د وینا پر وړاندې غصه څرګنده کړه او دا يې د نوي موقتي حکومت لپاره یو ننګوونه وبلله.
په بنګلهدېش کې ترینګلتیا د ۲۰۲۴ کال د اګست له میاشتې راهیسې زیاته شوې، چې پراخو لاريونونو شیخ حسینه دې ته اړ کړه چې هېواد پرېږدي او هند ته لاړه شي.
د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ د بنګلهدېش موقتي حکومت هڅه کوي چې د لاريونونو او بېثباتۍ پر وړاندې کنټرول وساتي. لاريونوال د شېخ مجیب الرحمن کور په ګډون د حسینې د واکمنۍ سمبولونو ته، چې د اګست په میاشت کې يې هم ورته اور اچول شوی و، بریدونه کړي دي.
دا کور د بنګلهدېش د تاسیس نښه ګڼل کېږي، هماغه ځای دی چې «بانګباندو» (د بنګال دوست) لکه څنګه چې خلکو ورته لقب ورکړی، د ۱۹۷۱ کال د پاکستان څخه د بنګلهدېش د خپلواکۍ اعلان وکړ؛ خو دا ځای څو کاله وروسته د یوې ملي غمیزې شاهد شو.
شېخ مجیب الرحمن او د هغه د کورنۍ ډېر غړي په ۱۹۷۵ کال په همدې کور کې ترور شول. شېخ حسینه، چې له دې برید څخه ژوندۍ پاتې شوې وه وروسته يې دا ودانۍ په یو موزیم بدله کړه، چې د خپل پلار یاد ته یې ځانګړې کړې وه.
حسینې د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل: «هغوی کولی شي یوه ودانۍ ویجاړه کړي؛ خو تاریخ نه. تاریخ خپل غچ اخلي.»
هغې د بنګلهدېش له خلکو وغوښتل چې د موقتي حکومت پر ضد ودرېږي او د نوي حکومت مشران یې په غیرقانوني توګه د واک پر ترلاسه کولو تورن کړل.