د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ( سلواغه ۱۷مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي مجید مرتضایي قرارداد د یو کال لپاره تمدید شوی دی.
مجید مرتضایي چې د ایران تابعیت لري، د افغانستان د فوټسال لوبډله تېر کال د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته ورسوله.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د بېلابېلو سیالیو لپاره د نوموړي تر مشرۍ لاندې تمرینات وکړي.
د یادو سیالیو له ډلې، په امارات، سعودي عربستان، مراکش، او په ځانګړې توګه د برازیل څلور اړخېزې سيالۍ د افغان لوبډلې مهمې راتلونکې لوبې ګڼل کېږي.