افغانستان

له افغانستان څخه چین ته د ترانزیتي موټرو په وسیله د ۱۲۱ کیلوګرامه میتامفیتامینو کشف

د تاجکستان د نشه يي توکو د کنټرول ادارې مشر ظفر صمد، له افغانستان څخه چین ته د لېږدونکو ټرانزیټي موټرو کې د ۱۲۱ کیلوګرامه میتامفیتامینو د کشف خبر ورکړى دى.

دا نشه يي توکي د تېرې میاشتې په جریان کې د دوشنبې-کولما پر لویه لاره په داسې حال کې کشف شول، چې یو موټر د ترافیکي پیښې ښکار شوی و.

د ښاغلي صمد په وینا، د رسمي اسنادو له مخې، دا محموله د «قیمتي ډبرو د پوډر مخلوط» په نوم اعلان شوې وه؛ خو د پلټنو پر مهال ثابته شوه چې دا بار د متامفیتامینو څخه ډک و.

د تاجکستاني رسنیو د راپور له مخې، د تحقیقاتو پر دوام، یو بل ترانزیټي موټر چې په همدغه لاره روان و، د ګورنوى-بدخشان خودمختاره سیمې په مرغاب ولسوالۍ کې ودرول شو، او په هغه کې هم اضافي متامفیتامین کشف شول.

د تاجکستان د نشه يي توکو د کنټرول ادارې مشر، د رسنيو هغع پخواني راپورونه رد کړل، چې ویل یې ۸۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف شوي، او ټینګار یې وکړ چې اصلي اندازه يې ۱۲۱ کیلوګرامه ده.

ښاغلي صمد همدارنګه په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي خبر ورکړ، چې له امله یې په ۲۰۲۴ کال کې د تاجکستان له لارې د نشه يي توکو د نېولو کچه ۵۹ سلنه زیاته شوې ده.

په ټوله کې، په تاجکستان کې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ۱۱۰ کیلوګرامه مصنوعي نشه يي توکي ضبط شوي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۴۱ کیلوګرامه زیات دي.

دغه کشف له افغانستان څخه چین او نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

میتامفیتامین، چې په غیرقانوني ډول تولید او قاچاق کېږي، د ناوړه استفادې او فيزيولوژيکي او رواني اعتیاد رامنځته کولو لپاره لوړه وړتیا لري.