د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک اعلان کړى چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغه ۱۷مه) به د عامه لیلام له لارې ۲۵ میلیونه ډالر وپلوري.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت په تېره میاشت کې بې ساري کچې ته راټیټ شوی دی. په دې موده کې، د یو ډالر ارزښت آن ۸۰ افغانیو ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، نن (سه شنبه) د هر ډالر ارزښت ۷۴.۸ افغانۍ اعلان شوی دی.
تېره اونۍ، طالبانو د تبادلې نرخ د مدیریت لپاره ۶۲ میلیونه ډالر لیلام کړل.
د طالبانو د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وړ بانکونه، د صرافۍ شرکتونه او د پیسو خدمتونه کولای شي په دغه مزايده کې برخه واخلي.
ياد بانک ټینګار کړی، چې د لیلام ګټونکي اړ دي چې د ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه تصفیه کړي. همدارنګه، په دې پروسه کې د جزوي تصفیې اجازه نلري او ګټونکي باید په یوه ځل مرکزي بانک ته مطلوبه اندازه نغدي پیسې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډونلډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان وروسته له افغانستان سره د امریکا ځینې مالي مرستې بندې شوې دي. د دغو مرستو کموالی د طالبانو د اسعارو پالیسیو سره یوځای، د افغانۍ د ارزښت د بې ثباتۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی.