افغانستان

طالبان د خوړو نړیوال پروګرام رئیس ته: نړیوالو بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

دخوړو نړیوال پرګرام له رئیس سره د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رئیس نورالدین ترابي انځور

په داسې حال کې چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او بشرپالو مرستندویه بنسټونو د مرستو په وېش کې د طالبانو د لاسوهنو په اړه راپورونه خپاره کړي وو، اوس طالبان وایي چې نړیوالو بنسټونو ته به «لازمې اسانتیاوې» به برابرې کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وایي، چې دا موضوع د دغې ادارې رئیس، نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له رئیس، موتینتا چیموکا، سره د لیدنې پر مهال یاده کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام رئیس په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان وګړو ته د خدماتو د وړاندې کولو او زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستو رسولو لپاره باید ګډې همکارۍ پیاوړې شي.

خو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان د دې سازمان د بشري مرستو په بهیر کې لاسوهنه کوي، چې دا چاره په افغانستان کې بشرپاله فعاليتونه له ستونزو سره مخ کوي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د خپل د ليندۍ میاشتني په راپور کې ویلي و، چې «طالبان د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه کوي» او دغه کار د مرستندویه ادارو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

د يادولو وړ ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام د روان کال د لړم د میاشتي د راپور پر بنسټ، افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د لوږې له بحران سره مخ دي. د دې راپور له مخې، ۱۲.۴ میلیونه افغانان له «د خوړو شديدې ناامني» سره مخ دي.

د دې سازمان په وینا، د افغانستان ډېر اوسېدونکي نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه څنګه پیدا کړي.