نړۍ

د امریکا ځينې کډوال هاندوراس او پېرو ته واستول شول

رویټرز خبري اژانس د دوو امریکایي چارواکو په حواله چې نوم يې نه ښودل شوى راپور ورکړی، چې د امریکا پوځي الوتکو د اونۍ په پای کې نېول شوي کډوال هاندوراس او پېرو ته ولېږدول.

که څه هم په راپور کې هندوراس او پېرو ته د نېول شويو لېږدول شويو کډوالو شمېر نه دى په ډاګه شوى؛ خو ویل شوي چې د پوځي الوتکو په واسطه د دغو کډوالو لېږدول د امریکا حکومت لپاره تر ټولو لوړ لګښت لرونکى غوراى دی.

د راپور پر بنسټ، تېره اونۍ ګواتیمالا ته د نېول شویو کډوالو د شړلو لپاره الوتنې د هر کډوال لپاره ۴زره ۶۷۵ ډالر لګښت درلود.

هغه لګښت چې د ټرمپ اداره یې اوس مهال د هر کډوال د شړلو لپاره په پام کې نیسي، د ټیکزاس له اېل پاسو څخه د امريکن آيرلاينز شرکت د لومړۍ درجې یو طرفه ټکټ د لګښت څخه پنځه برابره لوړ دی. اوس مهال، په دې هوايي شرکت کې د هر ټکټ بیه ٨۵۳ ډالره ده.

په همدې حال کې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ هم نن (دوشنبه، د سلواغه ۱۵مه) د امریکا-مکسیکو پولې ته سفر کوي. دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د سرحدونو پیاوړتیا د پنټاګون لومړیتوب اعلان شوی دی.

ښاغلي ټرمپ د خپلې کډوالۍ اجنډا د پلي کولو لپاره په زیاتیدونکې توګه پوځ ته مخه کړې ده؛ چې په دې کې پولې ته د اضافي سرتېرو لېږل، د متحده ایالاتو څخه د کډوالو د ایستلو لپاره د پوځي الوتکو کارول، او د هغوی د مېشت کولو لپاره د پوځي اډو پرانیستل شامل دي.