افغانستان

ملا عبدالقیوم ذاکر څوک دی او له سراج الدین حقاني سره څه اختلاف لري؟

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ځواکونه. انځور: ارشیف

په داسې حال کې چې طالبان په پنجشېر او اندراب کې له جګړې څخه انکار کوي، تېره ورځ د طالبانو د مشر له خوا د دغې ډلې یو لوړپوړی قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ لپاره د پوځي مسوول په توګه وګومارل شو.

ملا عبدالقیوم ذاکر په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې په هلمند کې نړۍ ته راغلی او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له خپلوانو څخه دی.

هغه د پاکستان په کوېټه کې په یوه مدرسه کې زده کړې کړې او د طالبانو ترټولو تجربه لرونکی جنګي قوماندان ګڼل کېږي.

د پوځي مسایلو کار پوه اسدالله ندیم آمو تلویزیون ته وایي: «طالبانو په پنجشېر کې له خپل ټول توان څخه کار واخیست. ان د طالبانو د دفاع وزیر د پنجشېر د جګړې مسوولیت پرغاړه واخیست چې ناکام شو.»

ملا عبدالقیوم ذاکر له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې

ملا ذاکر په ۲۰۰۱ کال کې په مزارشریف ښار کې د امریکاییانو له خوا ونیول شو او «ګوانتانامو» زندان ته ولېږدول شو.

هغه په ۲۰۰۷ کال کې د کابل څرخي پله زندان ته ولېږدول شو او له یوه کال زندان وروسته خوشی شو.

د طالبانو دغه قوماندان په ۲۰۱۰ کال کې څلور کاله د طالبانو پوځي مسوول و او د سولې له خبرو اترو او د اختر منصور په شان د دې ډلې له منځلارو مشرانو سره د سخت مخالفت له امله له دغې دندې ګوښه شو.

ملا ذاکر په ۲۰۱۶ کال کې د ملا عمر له مړینې وروسته چې د طالبانو ترمنځ سخت اختلافونه رامنځته شوي وو، په یوه لیک کې له ملا منصور څخه خپل بیعت اعلان کړ او تر یوه بریده وتوانېد د طالبانو ترمنځ اختلافونه کم کړي.

نوموړی وروسته له هغې چې د طالبانو په سرپرست حکومت کې په دفاع وزارت کې د ملا یعقوب د مرستیال په توګه وټاکل شو، د طالبانو له مشر څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان له حکومت، امریکا او د لوېدیځ له نورو هېوادونو سره د سولې طرحه جوړه کړي.

هغه د دې ډلې د ترټولو سخت دریځه قوماندان په توګه بلل کېږي.

ملا عبدالقیوم ذاکر د جمهوریت له سقوط وروسته

په همدې حال کې دوې ځایي سرچینې آمو تلویزیون ته وایي چې قیوم ذاکر د طالبانو رژيم په لومړۍ دوره کې د هېواد په شمال کې د دغې ډلې قوماندان و.

هغه په دوام کې ټینګار کوي چې ملا عبدالقیوم ذاکر وروسته له هغې چې ملا یعقوب د طالبانو د دفاع وزیر په توګه وګومارل شو هغه یې د خپل مرستیال په توګه وټاکه چې له سراج الدین حقاني سره سخت اختلافونه لري.

خبرې سرچینې چې د امنیتي مسایلو له امله یې آمو تلویزیون ته اجازه ورنه کړه په راپور کې یې نوم واخلو وایي، وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ ملا ذاکر او صلاح الدین ایوبي د دې ډلې ترټولو نامتو قوماندانان وو چې ارګ ته دننه شول.

هغوی په دوام کې ټینګار وکړ: کله چې د حقاني شبکې کسانو د طالبانو په اداره کې کلیدي بستونه ونیول ملا ذاکر لږ لږ ګوښه شو او او تر امر لاندې له زرو زیاتو سرتېرو سره هلمند ولایت ته ستون شو.

د روان کال په مارچ میاشت کې ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب له عبدالقیوم ذاکر سره د لیدنې لپاره د هلمند کجکي ولسوالۍ ته ولاړل او هڅه یې وکړه هغه کابل ته راولي؛ خو هغه دا وړاندیز رد کړ.

پنجشېر او اندراب د هېواد هغه سیمې دي چې د جمهوریت له سقوط او کابل ته د طالبانو په راتګ سره تر ننه د طالبانو او مقاومت جبهې د نښتو شاهدې دي. د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ځواکونه له نږدې یو کال راهیسې په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد جنګېږي.