د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) د راپور په غبرګون کې مرکزي بانک ته د امریکا لخوا د کنګل شويو پيسو د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه.
دغه وزارت نن (شنبه، د سلواغه ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې مصرف شوي ۳.۷۱ ميلیارد امریکایي ډالر نړیوالو سازمانونو ته لېږدول شوي، چې ډیری یې د شخصي لګښتونو لپاره ځانګړي شوي وو او پاتې یې د بشري مرستو پوښښ لپاره په مختلفو برخو کې تخصیص شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو له نهه ميلیارد ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ کنګل کېدو په ملي اقتصاد منفي اغیزه کړې ده.
طالبانو ټینګار کړى، چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د تخصیص، کارولو او لېږد په اړه د متحده ایالاتو هيڅ ډول اقدام «د منلو وړ نه دی».
په ورته وخت کې، د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې او هېوادونو غوښتنه کړې، چې دا مالي سرچینې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک ته ولېږدوي.
په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا مرستې له ۳.۷ ميلیارد ډالرو څخه زیاتې شوې دي، چې نږدې ۶۵ سلنه یې د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
د افغانستان سره د امریکا مرستې
په بشري برخه کې: ۲.۶ ميلیارد ډالر
په پرمختیایي برخه کې: ۵۵۷ میلیونه ډالر
د عملیاتي سازمانونو په برخه کې: ۳۴۲ ميلیون ډالر
په امنیتي برخه کې: ۱۰۰ میلیونه ډالر
خو ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د مرستو کمول به په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.
د سیګار د راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته ۳.۷ ميلیارد ډالر بشري او پرمختیایي مرستې ورکړې دي، او دې مرستې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په مخنیوي او د ترهګر پر خوندي پټنځای د افغانستان د بدلېدو په مخنیوي کې کومه اغېزه نه ده کړې.