افغانستان سوداګري

سیگار: طالبان لاهم د افغانستان په مرکزي بانک کې «سیاسي لاسوهنه» کوي

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیگار) په خپل شپږشپېتم درې‌ مياشتني راپور کې کانګرېس ته ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک تر اوسه په بشپړ یا جزوي ډول دا نه‌ده ثابته کړې چې له سیاسي لاسوهنې پاک دی.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشت کې د افغانستان اقتصاد ۳.۴ سلنه انفلاسیون تجربه کړی، چې د تېرې میاشتې ۴.۷ سلنې کچې ته په کتو، کموالی ښيي. د دې کمښت لامل د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو د راټیټېدل دي.

سیگار وايي، طالبانو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درې میاشتو کې له ۶۰ زیات صرافان او د مالي خدماتو وړاندې کوونکي، د بېلابېلو دلایلو له امله نېولي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې مودې پر مهال، د افغانستان خصوصي بانکونو د ډیجیټلي تادیاتو سیسټم ته د انتقال لړۍ پیل کړې او د دغو خدماتو د پراخولو هڅې روانې دي.

په دې راپور کې راغلي چې لا هم ښځې د ښځینه مراجعینو د خدمت لپاره په بانکونو کې کار کوي؛ خو له نارینه وو جلا دي.

افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد

د سیگار د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درې میاشتو کې، ملګرو ملتونو افغانستان ته هر ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې د نغدو پیسو کڅوړې استولې، چې هره کڅوړه په اوسط ډول ۸۰ میلیونه ډالره وه.

سیگار زیاتوي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ، ۳.۶ میلیارد ډالره نغدي پیسې افغانستان ته لېږدولي دي.

د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو محدودیتونه

په راپور کې د نړیوال بانک له قوله ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشت کې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» تر نوم لاندې یو قانون نافذ کړی، چې د ښځو ټولنیز-اقتصادي مشارکت یې محدود کړی. سیگار خبرداری ورکړى که دا قانون په بشپړ ډول عملي شي، نو د فقر زیاتوالي، د کورنیو د عاید کمېدو او د هېواد د اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو لامل به شي.

سیگار زیاتوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ، طالبانو د ښځو د اقتصادي مشارکت پر وړاندې ۲۵ سلنه زیات محدودیتونه وضع کړي.

د راپور له مخې، ښځې هڅه کوي چې لږ توجه ځان ته جلب کړي، لکه په اقتصادي او کاري غونډو کې نه ګډون کول.

د افغانستان د سوداګرۍ کسر

په راپور کې د نړیوال بانک په حواله ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د افغانستان د سوداګرۍ کسر ۵۳ سلنه لوړ شوی، چې ټولټال ۸.۱ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

سیگار وايي چې د ۲۰۲۴ کال په تېرو درېيو میاشتو کې، د افغانستان واردات د « بهرنیو اسعارو محدودیتونو او د افغاني اسعارو کمزورتیا» له امله ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ثابت پاتې شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۲۳ کال په تېرو درېيو میاشتو کې د صادراتو وده تجربه کړې، په ځانګړي ډول د اکتوبر میاشت کې، چې د ۳۰ سلنې زیاتوالي له امله ۲۵۸ میلیونه ډالرو ته ورسېده.