د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي چې اوکراین کولی شي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو اترو ته «قانوني» لاره ومومي، خو مسکو د دې کار لپاره د کیف له لوري کومه لېوالتیا نه ویني.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، د پوتین څرګندونې، چې د هغه مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، سمدستي رد کړې او ویلي یې دي چې د روسیې ولسمشر له مذاکراتو څخه وېره لري او غواړي جګړه اوږده کړي.
ولادیمیر پوتین د روسیې دولتي ټلوېزيون ته ویلي، چې له اوکراین سره خبرې اترې ځکه پېچلې شوې دي، چې زلنسکي د ولسمشرۍ له قانوني صلاحیتونو بهر، واک ته دوام ورکړی او په رسمي توګه د کوم سند د لاسلیکولو اختیار نه لري.
هغه زیاته کړه: «خو که هغوی (کیيف) غواړي مذاکراتو ته دوام ورکړي، یوه قانوني لاره ورته شته. را دې شي، د رادا (د اوکراین پارلمان) مشر دې د اساسي قانون له مخې دا موضوع حل کړي. که لېوالتیا موجوده وي، موږ کولای شو هره حقوقي ستونزه حل کړو. خو تر اوسه مو دا لېوالتیا نه ده لیدلې.»
پوتین وړاندې ویلي: «که اوکراین د مذاکرې او جوړجاړي لېوالتیا وښيي، اجازه دې ورکړي هر څوک چې مناسب وي دا خبرې رهبري کړي. موږ به طبعاً خپلې ملي ګټې خوندي کوو، خو د اسنادو د لاسلیک له پلوه، هر څه باید داسې ترسره شي، چې حقوقي کارپوهان د اوکراین له حکومت څخه د لاسلیک کوونکو مشروعیت تائید کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه له ډېرې مودې راهیسې ادعا لري، چې ولادیمیر زلنسکي نور قانوني صلاحیت نه لري؛ ځکه د هغه د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۲۴ کال د می میاشتې په پای ته رسېدو سره ختمه شوې، او له هغه وخته تراوسه هېڅ ډول ولسمشریزې ټاکتې نه دي ترسره شوي.
د یادولو وړ ده، چې د اوکراین اساسي قانون د دې هېواد د پارلمان مشر ته دا اختیار ورکوي، چې که ولسمشر ونه شي کولاى دا دنده ترسره کړي، نو دې موضوع ته رسېدګي وکړي.
خو د اوکراین چارواکي وايي، چې زلنسکي لا هم د دې هېواد قانوني ولسمشر دی؛ ځکه له هغه وخته چې روسیې پراخ یرغل پیل کړی (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې)، پوځي حالت حاکم دی، او د جګړې شرایط د ټاکنو د ترسره کېدو اجازه نه ورکوي.