افغانستان

په لوګر کې سېلابونو شل تنه مړه او درې زره کورونه یې زیانمن کړل

د لوګر ولایت په مرکز او خوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله تراوسه شل تنه مړه او دېرش نور ټپیان شول.

تېره ورځ د لوګر ولایت په مرکز او خوشي ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د لوګر لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس آمو ټلوېزیون ته وايي چې په پل علم او د خوشي ولسوالۍ په ځینو برخو کې تراوسه د نهو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شل تنه مړه او دېرش تنه ټپیان شوي او څلور تنه لا هم بې درکه دي.

هغه زیاتوي: «درې زره کورونه په بشپړ ډول او په جزيي توګه وران شوي، ۵۰ کیلومتره لارې، شپېته سلنه کرنیزې ځمکې ویجاړې او کابو دوه زره څاروي هم مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې په لوګر ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي سېلاب ځپلو ته د مرستو خبر ورکوي، خو د خوشي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ یو سېلاب ځپلی سلیم آمو ټلوېزیون ته وايي چې سېلابونو یې هر څه ترې اخیستي او د خوړو لپاره څه نه لري.

هغه زیاتوي: «کله چې سېل راغی موږ یوازې وتوانېدو ځان او کورنۍ وژغورو. هېڅ څه مو راونه ایستل او تراوسه هېڅ مرسته نه ده راسره شوې.»

د لوګر ولایت د سېلاب ځپلو سیمو بڼه

له بلې خوا، طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم آمو ټلوېزیون ته وايي، دا وزارت تصمیم لري د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د سېلاب ځپلو لپاره کمپ جوړ کړي.

د رپوټونو له مخې، په میدان وردګو ولایت کې سېلابونو په یوه موټر ټول سپاره کسان له ځان سره وړي او ددې ولایت اوسېدونکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د شمېرو له مخې، په تېره اونۍ کې د سېلابونو له امله په پروان، کاپیسا، غزني، پکتیا، زابل او کندهار ولایتونو کې څه د پاسه ۵۰ تنه مړه او سل نور ټپيان شوي دي.