سوداګري

د افغانیو د ارزښت کمېدل؛ طالبانو د بهرنیو اسعارو کارول منع کړل

د پولي معاملې یو انځور

په تېرو دوو اونیو کې د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت د بې ساري ټیټوالي وروسته، د طالبانو رٸيس الوزراء امر کړی چې افغانان دې په خپلو ټولو راکړه ورکړه کې له افغانیو کار واخلي او د بهرنیو اسعارو له کارولو دې ډډه وکړي.

په دغه حکم کې چې د طالبانو د تر واک لاندې د چارو ادارې لخوا صادر شوی، بهر ته د ډالرو د قاچاق په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی.

د دې حکم له مخې، هر هغه څوک چې د یو ميلیون ډالرو د قاچاق هڅه وکړي، په یو کال بند محکوم او قاچاق شوي اسعار به هم يې ضبط شي.

د طالبانو د رٸيس الوزراء د پرېکړې له مخې، افغان اتباع به یوازې د هوا له لارې ۵۰۰۰ ډالر او د ځمکې له لارې ۵۰۰ ډالر له ځان سره لېږدولى شي.

په دې حکم کې، طالبانو د ډالرو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي مسؤلیت د استخباراتو عمومي ریاست، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت ته سپارلی دی.

دا پرېکړه په داسې وخت کې نېول کېږي، چې د افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د ځنډولو وروسته د افغانیو ارزښت راټیټ شوی دی. اوس مهال، د افغانستان په بازارونو کې هر امریکایي ډالر تر ۷۹ افغانیو پورې تبادله کیږي؛ خو د تبادلې نرخ لاهم د بدلون په حال کې دى.

د تبادلې نرخونو د ټاکلو او د اسعارو د بدلوونکو د نېولو په اړه محدودیتونه

تر دې وړاندې، په کابل کې یو شمېر صرافانو آمو ته ویلي وو چې طالبانو څلور ورځې وړاندې په سرای شهزاده کې د داوطلبۍ پروسه ودروله. د دوی په وینا، د طالبانو ځواکونه د تېرې یکشنبې په ماښام د کابل په منډوي کې د سراى شهزاده او سراى حیدري  ته ننوتل او له لسو څخه زیات صرافان یې ونېول.

د دغو پیسو بدلوونکو ځینې ادعا کوي چې طالبان د مالي سرچینو د نشتوالي له امله نشي کولی بازار ته ډالر وړاندې کړي او هڅه کوي چې د مستقیم فشار او کنټرول له لارې د تبادلې نرخ اداره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې اونۍ کې درې ځله د اسعارو په بازار کې لسګونه ميلیونه ډالر لیلام کړي دي.