د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړی امید قنبري د رسمي هوکړې له مخې د عراق فوټسال الجیش لوبډلې سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسوولین وايي، قنبري په ۲۰۲۴ کال کې په ازبکستان کې د فوټسال په نړیوال جام کې غوره لوبه وکړه او د نړۍ پام یې ځان ته جلب کړ.
د چارواکو په وینا نوموړی به د یو فصل لپاره د عراق د الجیش لوبډلې سره لوبه وکړي
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام د روان کال د وږي له ۲۴مې نېټې څخه د تلې تر ۱۵مې نېټې پورې د ازبکستان د تاشکند په هومو ارنای لوبغالي کې ترسره شو.
په دې سیالیو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لوبډلو په شپږو ګروپونو کې برخه اخیستې وه. په پايلوبه کې برازيل ارجنټاين ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
امید قنبري چې په دې سیالیو کې د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې غړی و، غوره او د پام وړ وړتیا وښوده.