نړۍ

د اوکراین او ترکیې د همکاریو په اړه له اردوغان سره د زلنسکي خبرې اترې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره د پنجشنبې پر ورځ د اوکراین په لوېدیځ لویو ښار کې لیدنه وکړه.

ښاغلي زلنسکي په یوه ویډیو کې چې رسنیو ته یې ولېږله، وویل دغو همکاریو کې یې پر دفاعي، اقتصادي او د انرژۍ په برخو کې سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي زلنسکي د ملګروملتونو سازمان له عمومي سرمنشي انتوني ګوترش سره لیدنه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر، د اوکراین ولسمشر او د ملګروملتونو سازمان عمومي سرمنشي د پنجشنبې پر ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.

زلنسکي له ګوترش او اردوغان څخه وغوښتل چې په اشغال شویو سیمو کې د روسیې د ټول پوښتنې پروګرام پروړاندې ترټولو سخت دریځ خپل کړي.

هغه دا ډول ټول پوښتنې د نړیوالې ټولنې پر مخ «څپېړه» وبلله.

هغه زیاته کړه: «روسي چارواکي پر اویسا او د اوکراین پر نورو ښارونو ګواښونو تکراروي. موږ وینو چې د زاپروژیا په اټومي مرکز کې څه روان دي.»

د رویټرز د راپور له مخې، ګوترش لویو ته په خپل سفر کې وویل چې په اوکراین کې د اروپا پر ترټولو لوی اټومي مرکز له برید وروسته د دغه مرکز وضعیت ته سخت اندېښمن دی.