د پاکستان یوې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د جمعې په ورځ د «القادر ټرسټ» د ۱۹۰ میلیونه پاونډو د اختلاس په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې محکمې په دې قضیه کې د ښاغلي خان مېرمن هم په ۷ کاله بند محکومه کړې ده.
قاضي نصیر جاوید رعنا دا سزا د اډیاله زندان په لنډمهاله محکمه کې اعلان کړه، چې تر دې وړاندې درې ځله ځنډول شوې وه.
محکمې پر عمران خان او بشرا بي بي په ترتیب سره یو میلیون او ۵۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې جریمه هم لګولې ده.
د محکمې د حکم پر بنسټ، د جریمې نه ادا کول په شپږو میاشتو بند باندې د محکومېدو سبب ګرځي.
دا پرېکړه د اډیاله زندان بهر د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې اعلان شوه او وروسته د پخواني لومړي وزیر مېرمن ونېول شوه.
د تحريک انصاف ګوند مشر او د اډياله وکيل ګوهر علي خان له زندانه بهر رسنيو سره په خبرو کې وويل: «تاسو د هغه بې عدالتۍ تصور کولی شئ چې په تېرو دوو کلونو کې پېښه شوې ده.»
هغه وويل: «که عادلانه پرېکړه وشي، نو عمران او بشرا بي بي به تبرٸه شي.»
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د هغه د صدارت په دوره کې په اختلاس او فساد تورن شوي دي.
د خان قضیه په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان په محکمه کې ترټولو جنجالي قضیه بلل کېږي.