روغتیا

یونېسف: د پولیو ناروغي لاهم په افغانستان کې په بومي توګه شتون لري

انځور له آرشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان د هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یا پولیو لا هم په بومي ډول په کې شتون لري.

یونېسف په یوه راپور کې ویلي چې د واکسین کمپاینونه او د خوندیتوب خدمتونو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي.

خو د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په وینا، د برېښنا کمښت د روغتونونو فعالیتونه له خنډ سره مخ کولاى شي او د سړو زنځیرونو دوام، چې د خوندي او اغېزمنو واکسینونو د وړاندې کولو لپاره مهم دي، له خطر سره مخ کړي.

یونېسف همدارنګه ویلي چې دا اداره او د ملک سلمان بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د روغتونونو لپاره د برېښنا د تامین په برخه کې پانګونه کوي، ترڅو په ټوله هېواد کې د خوندي او اغېزمنو واکسینونو لاسرسی ښه کړي.

په راپور کې راغلي: «دې همکاريو د ۱۲ ولایتونو په روغتونونو کې د ۱۳ جنراتورونو د چمتو کولو او نصبولو زمینه برابره کړې ده. د برېښنا مهمه منبع دوامداره برېښنا تضمینوي، ترڅو د سړو زنځیرونو ساتنه وشي چې د پولیو او شری واکسینونو د خوندي ساتلو لپاره اړین دي.»

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې په یوه کال (۲۰۲۴) کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي. په همدې حال کې، په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر هم زیات شوی او تر ۷۳ پېښو پورې رسېدلی دی.