افغانستان

خلیلزاد: د اشرف غني تېښتې طالبانو سره د هوکړې هیله لمنځه یوړه

ښاغلی خلیلزاد په دې باور دی، ترڅو چې طالبان د یوه ټولشموله حکومت او ټولنې پر ټول ګام وانخلي، نه شي کولی په ملي او نړیواله کچه مشروعیت ترلاسه کړي او له نړیوالو بندیزونو خلاص شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي؛ تېر کال وړاندې له دې چې طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوځي، د یوه ګډ حکومت جوړېدو پر سر توافق لاسته راتلو ته هیله وه، خو د ولسمشر اشرف غني تېښتې دا فرصت هم لمنځه یوړ.

ښاغلي خلیلزاد له اکسیوس سره په لنډه مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي: «د خواشینۍ ځای دی چې موږ ونشوای کولی [کابل ته] د طالبانو تر ننوتلو وړاندې یوه سیاسي توافق ته ورسېږو.»

نوموړی زیاتوي چې طالبانو هوکړه کړې وه کابل ته به نه ننوځي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان د سیاسي مشرانو یوه پلاوي سره به ګوري، خو اشرف غني وتښتېده او د قدرت تشه یې رامنځته کړه.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، په لومړیو کې طالبانو وړاندیز وکړ چې امریکايي ځواکونه په موقت ډول د کابل امنیت ونیسي، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مک کنزي وروسته وویل چې په دې تړاو هېڅ رسمي امر له طالبانو نه لري او ددغه ډول ماموریت پیلولو سرچینې هم برابرې نه دي.

طالبان د اګست په ۱۵مه تر ماښامه کابل ته ننوتل او د همغې ورځې تر پایه یې د ارګ کنټرول ترلاسه کړ. دغه ډله پر افغانستان په خپل یوه کال واکمنۍ کې پر ښځو د ډېرو محدودیتونو لکولو له امله تر سختو نیوکو لاندې ده.

ښاغلی خلیلزاد په دې باور دی، ترڅو چې طالبان د یوه ټولشموله حکومت او ټولنې پر ټول ګام وانخلي، نه شي کولی په ملي او نړیواله کچه مشروعیت ترلاسهکړي او له نړیوالو بندیزونو خلاص شي.

د مرکې په دوام ښاغلی خلیلزاد زیاتوي چې دی فکر کوي امریکا طالبانو ته داسې اشارې رسولي چې غواړي له دغې ډلې سره خبرې پیل کړي، خو دوه شرطونه لري؛ لومړی د امریکايي تبعه مارک فریریش خلاصون او دوهم د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانستل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر په تېرو ورځو کې اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په ډرون برید کې په کابل کې ووژل شو. له دې پېښې وروسته، طالبانو امریکا د دوحې توافق په نقض کولو تورنه کړه او ویې ویل چې دوی کابل ته د الظواهري پر راتګ او میشتېدو خبر نه وو.

ښاغلی خلیلزاد وايي، حتی د طالبانو د ځینو عناصرو لخوا هم چې وي، الظواهري ته پناه ورکول د دوحې هوکړې څرګند نقض دی.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز ویلي، د طالبانو لاسته په ناڅاپي ډول د کابل لوېدو، دواړه لوري ددغې هوکړې د ځینو برخو عملي کېدو کې د یوه څرګندې کړنلارې نشتوالي سره مخامخ کړل.

دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني په اماراتو کې په یوې ټلویزیوني مرکې کې ښاغلی خلیلزاد د کابل په سقوط کې ګرم وباله.