ورزش

د بشري حقونو د څار بنسټ د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې د افغانستان غړیتوب وځنډوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله

د بشري حقونو د څار بنسټ د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې په دې شورا کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان غړیتوب وځنډوي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغه چې په دغه هېواد کې ښځې او نجونې بیا په زده کړو او سپورټ کې د ګډون فرصت پیدا نه کړي، د کرېکټ نړیواله شورا باید د افغانستان لوبډلې ته اجازه ورنه کړي چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرېکټ د نړیوالې شورا د «تبعیض ضد پالیسي» پر بنسټ باید هڅه وشي چې هر څوک د سپکاوي، تحقير، ګواښونو، نژاد، مذهب، کلتور، رنګ، پوستکي، نژاد، قومیت، توکم، جنسيت، جنسي تمایل، معیوبیت، ازدواجی حالت یا حمل حالت په نظر کې نېولو پرته د کرکټ له لوبې خوند واخلئ.»

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، له هغه وخت راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دې ډلې یو لړ اوږدمهاله قوانین او پالیسي پلي کړي چې له مخې یې ښځې او نجونې د بیان آزادۍ، حرکت، کار او زده کړې په ګډون له خپلو اساسي حقونو څخه په کلکه منع شوي دي، چې د ژوند، معیشت، سرپناه، روغتیایی خدمتونو، خوراک او اوبو په ګډون د دوی نږدې ټول حقونه یې اغېزمن کړي دي.

د بشري حقونو د دغه نړیوال سازمان په وینا، د دوی د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د طالبانو ځواکونو د سپورټ روزنیز مرکزونه تړلي او ورزشکارانو ته یې د «تاوتریخوالی» ګواښ کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانو د طالبانو له بیا واکمنۍ او د هغوی له سختو بندیزونو وروسته پناه اخیستې او هڅه یې کړې چې د مډالونو او سپورټي وسایلو په ګډون له سپورت سره د هغوی د تړاو په اړه شواهد له منځه یوسي.

د بشري حقونو د څار بنسټ زیاتوي، چې ډېری ورزشکاران لا هم په افغانستان کې دي او نه شي کولای په خوندي توګه تمرين یا سپورټ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ۵۰ اوریزو سیالیو په چوکاټ کې له انګلستان سره لوبه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم پر اېکسپاڼې په یوه پیغام کې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د بریاو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې د دې لوبډلې لوبغاړو په نړیوالو ډګرونو کې په خپلو هڅو د هېواد نوم او ملي بیرغ «ځلولى » دی.

ښاغلي کرزي په دغه پیغام کې ویلي دي: «د افغانستان خلکو تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او هڅونه کړې او هیله من یو چې په خپلو هڅو او وړتيا خپل هېواد ته لا زیاتې بریاوې راوړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شاوخوا ٢٠٠ برېټانيوي سیاستوالو لخوا لاسلیک شوی څو ګوندي لیک د برېټانيا د کرېکټ بورډ ته لېږل شوی چې له دوی څخه یې په لاهور کې د چمپینز ټرافي سره د پرېکون غوښتنه کړې چې ټاکل شوې د فبروري په ٢٦ نېټه ترسره شي.