د هېواد د ۱۲ ولایتونو څه باندې سلو ښځو او نجونو د هېواد له نامتو سندرغاړې او د «دفاع» بنسټ له بنسټګرې اریانا سعید سره په یوه مجازي ناسته کې افغانستان ته د نړۍ د مرستو د لېږلو پرځاى د آنلاین پوهنتونونو د جوړولو او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د نړۍ د مالي مرستو د لګولو او د نړۍ د چوپتيا د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
دغو مېرمنو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د زياتېدونکو محدوديتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د خپلو زده کړو د دوام وروستى فرصت، چې روغتيايي انسټيټيوټونو کې درس ويل و، هم له دوى څخه اخيستل شوى دى.
په دې غونډه کې یوې ښځې وویل: «ولې دا میلیونونه ډالر پر دوی (ښځو) نه لګوي؟ دوى ولې د آنلاین پوهنتونونو جوړولو لپاره دا ميلیونونه ډالر نه لګوي؟ دوی ولې ښوونځي نه جوړوي؟ زما لور اوس په رواني ناروغۍ اخته ده. زه هره ورځ وينم او ځورېږم.»
هغې زیاته کړه چې د ښځو غږ باید نړۍ ته ورسېږي څو د حل لاره يوه پيدا شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې ښځو پر زده کړو د بندیز، روحي او احساساتي فشارونو او اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وکړې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې شدت موندلی دی.
يو بل ګډونوالې وويل: «کلونه مې زده کړې وکړې، پوهنتون مې پيل کړ، په دويم سمسټر کې وم، چې طالبانو د ازموينې پر مهال زموږ مخه ونيوله. له هغې وروسته، ما غوښتل چې قابله ګۍ په برخه کې زده کړې وکړم، که څه هم ما ورسره علاقه نه درلوده. د دې لپاره چې له دې رنځ څخه ځان خلاص کړم ، ما قابله ګي پیل کړه. ما دریم سمستر پای ته نه وو رسولی چې دوی دا هم زموږ پرمخ بند کړ.»
هغه وايي، چې د اوسني وضعیت له امله یو شمېر نجونې «ځان وژنه» کوي او له رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
د دفاع بنسټ د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د افغانستان ښځو او نجونو ته پیغام ولوست او له هغوی سره یې د امریکا پر دوامداره مرستو ټینګار وکړ.
دغه بنسټ وايي، واک ته د طالبانو له راتګ وروسته دا په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د دغه سازمان دویمه مجازي غونډه ده.