ستاسو نظر

په امریکا کې د ولسمشر بدلون او د سیاستونو دوام

په څو ورځو کې به د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي او د امریکا نوې تګلاره به په ملي او نړیواله کچه عملي شي.

د وينا په پيل کې يوه جدي پوښتنه دا ده، چې آيا د امريکا تګلاره به په ياده شوې کچه بدله شي او که نه؟ آيا د هغه هېواد او نړۍ خلک به په امریکا کې د جمهور رئیس د دریځ له بدلون او ډيموكراټانو څخه جمهوري غوښتونکو ته د واک له انتقال سره د پام وړ بدلون شاهدان وي؟ د دې کرښو د لیکوال په آند د دې پوښتنې ځواب منفي دی. ځکه: دا بدلونونه ستراتیژیک نه دي. دا تاکتیکي بدلون دى. په حقیقت کې علايق او ګټې د بدلون په حال کې دي ترڅو د امریکا خلک د ستړیا او یوازیتوب احساس ونه کړي.

ځکه چې هغه خلک او هېوادونه چې امریکا ورسره یوځای کېدو ته اړ کیږي فکر کوي چې پرمختګ په لاره دی او یا د بدلون په لاره.

نه، داسې نه ده. موږ د امریکا له داخلي کچو او د هغوی له قناعت او د عامه ذهنیت له تېراېستلو سره يې هیڅ کار نه لرو؛ خو په نړیواله کچه د بېلګې په توګه: د فلسطین شپېته کلن کړکېچ، له شمالي کوریا سره د نیمې پېړۍ د پيشو او موږک لوبه، د ایران له رژیم سره د څلوېښتو کالونو تقابل، د منځنۍ آسیا د استبدادي او غیر ډیموکراټیکو هېوادونو سره د څو لسیزو زغم او تعامل، په اوکراین کې د جګړې دوام، له انقلابونو (عرب پسرلي) ګټه اخيستنه او افریقا او جنوبي امریکا کې مداخله د دې خلکو د چينجنو غاښونو د تشخيص تر حده پورې ټول د بایډن او ټرمپ په سیاست کې هیڅ سره توپیر نه لري.

اوس چې د افغانستان په حالاتو باندې له نیمې پیړۍ تېري وروسته امریکا له طالبانو سره په ستراتیژیک تړون کې زموږ هېواد دوی ته سپارلی، د پالیسۍ د بدلون تمه کول یو څه ځان تېراېستل دي.

د ټرمپ په نوې اداره کې د دوحې تړون ته د طالبانو د راتګ په اړه زموږ د ځینو سیاستوالو له خوشبینۍ سربېره، باید ووایو چې د دغه پلان طرحان همدغه جمهوري غوښتونکي وو او له بلې خوا د طالبانو او متحده ایالات ترمنځ دغه تړون نهايي شوي او د طالبانو مخالفین په کې ځای نه لري.

له بلې خوا، دا ښکاره هوکړه یوازینى بحث نه دى. دا چې کوم پټ تړونونه شوي خليلزاد پوهیږي او د امریکا واکمن ګوند.

زه نه پوهېږم چې د طالبانو مخالفينو په څه پورې زړه تړلى. تر ټولو لومړی دا چې د جمهوریت له ړنګېدو سره، له طالبانو سره د خبرو او همکارۍ لپاره په صحنه کې بل اړخ نشته. دې لويانو هېر کړي دي چې کله مو خپله خاوره نه وي او حکومت مو هم په جلاوطنۍ کې نه وي جوړ شوی، نو تاسو د حکومت وزیر او وکیل نه شئ ګڼل کېږٸ چې څوک مو په رسمیت پېژني او یا درسره مذاکرات وکړي. تاسو د نورو کډوالو په څېر چې د بدو پېښو له امله د نړۍ لیرې کونجونو ته کډوال شوي وي د افغانستان کډوال او عادي وګړي ګڼل کیږئ.

زموږ په هېواد کې دننه هغه خلک چې بالاخره له تېرو حکومتونو ناهیلي شوي، د یوه نامشروع حکومت فشارونه د ژوندي پاتې کېدلو او نه ژوند په قیمت زغمي، د نجونو زده کړې او د ښځو د کار مخنیوی د دوی لپاره دومره لومړیتوب نه دی چې دوی هغې لپاره ځان وخوځوي یا مبارزه وکړي؛ نو دوی په ورته لفظي اعتراض بسنه کوي.

د یوه ملي او کاريزماتيک مشر د لرلو ارمان دومره لوی دی چې که طالبان په دې خلکو هوږه وکري او پیاز پرې ورېبي، دوی دې ته تیار نه دي چې اعتراض وکړي. د يوه ناروا او ظالم نظام پر وړاندې ودرېدل د «بوعزيز» جرئت ته اړتيا لري چې يا خو داسې خلک او داسې حوصلې نه لرو او يا هم د «عرب پسرلي» په څېر زمونږ وخت نه دى راغلی.
داسې يوه قضاوت ته په پام – که دا رښتیا وي – په امریکا کې د دودیزو ټاکنو او د سليقې د بدلون تمه څنګه کېدی شي؟ کله چې ایران په سیمه کې د حزب الله او حوثیانو په څېر قوي جریانونه لري د نيابتي ځواک په توګه، څه توپير کوي چې طالبان په سیمه کې د متحده ایالاتو د نيابتي ځواک په توګه عمل وکړي، سره ددې چې طالبانو د متحده ایالاتو مالي ملاتړ څخه برخمن دي.

کله چې امریکا د بګرام اډه طالبانو ته د کار وړ وسلو سره پرېږدي. کله چې بانکي سیستم او د افغانستان د اسعارو نرخ د امریکا په ملاتړ د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ښه او باثباته وي. کله چې د ځینو طالب مشرانو لوڼې له هېواده بهر زده کړې کوي او د هېواد دننه د خلکو لوڼې آن د قابله ګۍ، نسايي او ولادي له دندې بې برخې کېږي. ولې باید طالبان د امریکا نیابتي ځواک نه وي او ولې باید دا تمه ولرو چې د افغانستان په اړه به د امریکا یو اړخېزه تګلاره بدله شي.

هو!

که د طالبانو ټول پورته ذکر شوي ملاتړ پرې شي؛

که نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي؛

که د نجونو پر زده کړو او په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونه لیرې شي؛

که د اسلامي شريعت د سختو قوانينو د تطبيق په برخه کې سختې تګلارې (د خپل ځانګړي نظر له مخې) لکه عامه مجازات او ټولنيز محدوديتونه تعديل شي؛

که طالبان داخلی مشروعیت او خارجی مقبولیت ترلاسه کړی؛

که دوی د مخالفینو، د فعالانو، ژورنالیستانو او مخالفو سیاسي ډلو ټپلو له وژلو او ځپلو لاس واخلي؛

په نهایت کې، که طالبان نور هم انساني عمل وکړي او نورو لږکيو او اکثریتو ته د حضور او ژوندي پاتې کېدو حق ورکړي. هر هغه حکومت یا ګوند چې په امریکا کې واک ته رسیږي د افغانستان په اړه به خپله تګلاره بدلوي.

دا مهال د افغانستان خلک له طالبانو څخه د بېلتون په توګه ژوند پاتې کېدو په اړه فکر کوي. د هغه چا لپاره چې له لوږه مري، د مینې په اړه ورته خبرې کول بابيزه دي.

محمد افضلي خپله دوکتورا د ډېلي له پوهنتون څخه تر لاسه کړې او تر دې وړاندې يې د هرات په پوهنتون کې د استاد په توګه تدریس کاوه. پر دې سربېره یې په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې (په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت له رییس څخه په هند کې د مختار وزیر تر سلاکار پورې) شل کاله کار کړی دی. هغه د ادب او تاریخ په اړه کتابونه لیکلي او ځینې کتابونه یې له انګلیسي فارسي ته ژباړلي دي.

د آمو وېبپاڼې د نظر په برخه کې د خپرو شویو ليکنو د منځپانګې مسٶلیت د ليکوال پر غاړه دى.