افغانستان

طالبانو له دوی سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستو ادعا رد کړه

File photo from Taliban-run ministry of finance.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا لخوا له دوی سره د میلیاردونو ډالرو مرستو ادعا رد کړه.

په دغه خبرپاڼه کې چې د دوی د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له خوا خپره شوې، طالبانو پرون د ډونلډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ویلي: «حقیقت دا دی چې امریکا طالبانو ته نه یوازې يو ډالر نه دى ورکړى، بلکې د افغانستان د خلکو په میلیاردونه ډالره (افغانستان د مرکزي بانک شتمني) يې غصب او کنګل کړي دي.

هغه ويلي، طالبان له امریکا څخه د دا ډول مرستو تمه نه لري او «هيڅکله» یې هم دا ډول غوښتنه نه ده کړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا د هغو پیسو په اړه خبرې کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د خپلو متحدینو د لېږد او ځای پر ځای کېدو لپاره کارول کېږي.

په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې ښايي د دې پيسو يوه برخه د بشري مرستو تر عنوان لاندې لګول شوې وي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «موږ له امریکا دغه راز غوښتنه کوو چې د مرستو په نوم دا ډول لګښت بند کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان خلکو ته هیڅ ګټه نه لري.»

طالبانو ویلي دي چې« که په کره ډول وڅېړل شي، د افغانستان په نوم دغه ټولې پیسې بیا د امریکا د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي او په دې توګه هڅه کوي چې د اسلامي امارت (طالبانو) پر ضد منفي تبلیغات وکړي. »

له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه د ټرمپ څرګندونې

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د بایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د امریکا میلیاردونه ډالر مالي سرچینې «د طالبانوتر واک لاندې افغانستان» ته انتقالیږي.

ښاغلي ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا د باور وړ نه ده. ميلیاردونه ډالر، ملیونونه نه – ملیاردونه. موږ په حقیقت کې په افغانستان کې طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکوو، او دا د بایډن کار دى.»

هغه د بایډن پرېکړو ته په اشارې ادعا وکړه چې دغو پرېکړو امریکا اقتصادي يې سخت زیانمن کړى او دغه هېواد ته یې ۶۰ تریلیون ډالره زیان اړولى دی.

ټرمپ وویل: « دا هماغه سړی دی چې د امریکا د ۵۰ او ۶۰ تریلیون ډالرو ارزښت یې ویجاړ کړ.» د يادونې وړ ده چې هغه د دې شمېرې د ملاتړ لپاره جزئيات او شواهد نه دي وړاندې کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تيم بورچيټ په ګډون د امریکا د هغو مالي مرستو په اړه چې ښايي طالبانو ته لاس ته ورشي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

تيم بورچيټ ډونلډ ټرمپ ته په یوه رسمي لیک کې، له هغه وغوښتل چې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د دې تادیاتو مخه ونیسي او د بهرنیو مرستو په تخصیص کې د لا روڼتيا رامنځته کولو ته لومړیتوب ورکړي.