افغانستان ورزش

د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان د کرېکټ له لوبډلې سره د برېټانيا د لوبې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

په برېټانيا کې د «ښځو د حقونو د شبکې» یو شمېر فعالانو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې له دغه هېواد سره د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبه لغوه کړي.

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د ښځو دې شبکې په یوه خبرپاڼه کې نه یوازې دا چې د فبرورۍ په میاشت کې د کرېکټ اتلولۍ لغوه کول غواړي؛ بلکي د برېټانيا له حکومت څخه يې غوښتي دي چي د افغانستان پر وړاندي هر ډول ورزشي سيالۍ لغوه کړي.

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله د فبرورۍ په ۲۶ مه د کرېکټ د نړیوالې شورا د اتلولۍ په ګروپ کې له افغانستان سره لوبه کوي.

خو د ښځو د حقونو دغې شبکې په خبرپاڼه کې ویلي: «په حقیقت کې موږ له خپلو سیاستوالو او ورزشي بنسټونو څخه غواړو چې نور هم پرمخ ولاړ شي. موږ د برېټانيې له لومړي وزیر کاير سټارمر څخه غواړو چې د افغانستان په هر ډول لوبو سره د پرېکون امر وکړي. د انګستلن کرېکټ لوبډله په هره سيالۍ کې د افغانستان د نارینه کرېکټ ټیم سره ټولې لوبې لغوه کړي. لوبغاړي او روزونکي باید خپل وجدان باندې بيا کتنه وکړي. ستاسو په کورنیو کې مېرمنې آزادې دي چې جامې واغوندي، زده کړه وکړي، دندې ترلاسه کړي، سفر وکړي، بانکي حسابونه ولري، خبرې وکړي او سندرې ووايي. هغه څه چې د افغان مېرمنو په وړاندې تیریږي ډیر وحشتناک دي. هر باضميره لوبغاړی باید هغه څه وکړي چې سم دي. افغانستان تحريم کړٸ.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن له حکم وروسته پر هېواد د طالبانو واکمني بېرته را وګرځېده. د دې شاتګ په پایله کې د ١۴ امریکایي پوځي پرسونل او له ١٧٠ څخه ډیر ملکي افغانان ووژل شول.

فاکس نیوز لیکلي چې «په افغانستان کې د طالبانو واکمني د دې لامل شوې چې په دغه هېواد کې له ښځو سره ناوړه چلند وشي».

طالبانو واک ته له راتګ وروسته د هېوادوال په ځانګړې توګه ښځې له زیاتو حقونو او آزادیو څخه بې برخې کړي او منع کړې دي، چې د زده کړو د دوام حق، د تګ راتګ آزادي، پارکونو او حمامونو ته د تګ او سپورتي کلبونو او لوبغالو ته د تګ حق هم پکې شامل وو.

تازه، طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ او مخونو ښکاره کول، په لوړ غږ د لمانځه په قراٸت او د قرآن کریم په تلاوت بندیز لګولی دی.