افغانستان

د جمهوریت ړنګېدو کلیزه؛ د ملي مقاومت جبهې خپل اساسي اصول اعلان کړل

پنجشېر کې د ملي مقاومت سرتېري

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په افغانستان کې د جمهوري دولت د سقوط لومړۍ کلیزې په درشل کې، خپل اساسي اصول یا منشور اعلان کړی او په هغې کې یې پر سیاسي مشارکت، ټولنه کې د ښځو پر ونډې او یوه غیر متمرکز نظام ټینګار کړی دی.

ددغې جبهې په ۳۴ ماده ییزه اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د رهبرانو ترمنځ د ملي نظر نشتوالی، پراخ فساد، د حکومت په جوړښت کې د تنګ نظرانه سیاستونو عملي کېدل، د طالبانو جګړه او د سیمې او نړۍ د هېوادونو لاسوهنې د جمهوري دولت د سقوط عمده لاملونه دي.

د ملي مقاومت جبهې په دې اعلامیه کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د دموکراتیک نظام، ټولنیز عدالت او د خلکو د بنسټیزو حقونو او آزادیو پر ساتنې ټینګار شوی او ویل شوي چې داسې افغانستان غواړي چې په هغه کې ظلم، استبداد او تبعیض نه وي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې دغه جبهه په سیاست، اقتصاد او فرهنګ کې د ښځو پر ونډې باور لري او د بیان آزادۍ، د هنرمندانو، لیکوالانو، شاعرانو او د نورو فرهنګي ارزښتونو پرمختیا ته ژمنه ده.

ددغې جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې د جبهې منشور د افغانستان د عامو خلکو غوښتنې دي او ددې لپاره په یوې اعلامیې کې خپاره شوي چې ددوی اساسي کرښې خلکو ته لا څرګندې شي.

ښاغلي احمدي ویلي چې د ملي مقاومت جبهه د غیرمتمرکز، معتدل او اسلامي نظام غوښتونکې ده.

هغه همداراز ویلي چې د نظام څرنګوالي په اړه به افغانستان خلک تصمیم نیسي.

هغه ویلي: «په منشور کې ذکر شویو مسایلو ته رسېدل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. موږ غواړو چې دغه ارزښتونه ترلاسه کړو. قطعا چې د ترلاسه کولو لاره یې وسله واله مبارزه ده. البته د خبرو دروازې زموږ لخوا تل پرانستې دي او تر هغه به پرانستې وي چې په پایله کې یې دموکراتیک نظام رامنځته شي.»

وړاندې د جبهې مشر احمد مسعود له اتلانتیک کونسل سره خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو پخوانۍ دورې په پرتله ددوی، په رفتار کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي مسعود ټینکار وکړ چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل، د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو او ملاتړ څرګندونه کوي او دا نړۍ ته خطر دی.

هغه په خپلو خبرو کې تینګار وکړ چې که نړۍ افغانستان ته جدي پام ونه کړي، نو نه جبرانېدونکې تېروتنه به یې کړې وي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي د ملي مقاومت جبهې منشور په تړاو وویل چې د غبرګون ارزښت نه لري.

تېرکال د زمري په ۲۴مه چې جمهوري دولت سقوط شو، نو د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پرضد خپل فعالیت پيل کړ.

تېر یوه کال د دواړو لوریو ترمنځ شدیدې جګړې شوې دي چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.