سوداګري

طالبان وايي، په ګمرک کې د سوداګرو پاتې مالونه به بېرته ورکول شي

په په بلخ ولایت کې د خیرتان بندر انځور

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د سوداګرو هغه مالونه او اجناس چې په تېرو درېیو کلونو کې په ګمرکونو کې پاتې دي، بېرته ورکوي.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې طالبانو همداراز د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست په مشرۍ د « وسايطو او مالونو د سپارلو» تر سرليک لاندې يو کمېسيون جوړ کړى چې له اړوندو ګمرکونو سره په همغږۍ اصلي مالکینو ته «د ملکیت او توکو د سپارلو» د پروسې د پيل لپاره کار کوي.

طالبانو د هېواد په ګمرکونو کې د پاتې شوو مالونو او اجناسو له «قانوني» څښتنانو غوښتي، چې د لاندې مشخصو شرایطو له مخې د خپلو ملکیتونو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي.

په دې اعلان کې ویل شوي چې مالکین باید د مراجعې پر مهال د مالکیت اعتباري اسناد، د سوداګرۍ جواز یا نور اړوند اسناد يا کوم بل سند چې د دوی ملکیت ثابتوي ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر هېواد د طالبانو د بيا واک ټينګښت وروسته ګڼ شمېر سوداګریز شرکتونه او سوداګر په بېړه له افغانستانه وتلي او د ګمرکونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې جایدادونه پاتې دي.

د دغه هېواد یو شمېر سوداګرو او پانګوالو تر دې وړاندې ویلي وو چې د «طالبانو د ګواښونو او غچ اخیستنې» له امله هېواد ته نه دي ستانه شوي.