د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې جریمه شو.
د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي چې نوموړی د لوبې د داور د مخالفت او د شورا له اصولنامې څخه د سرغړونې له امله جریمه شوی دی.
دا پېښه د زیمبابوې په وړاندې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې هغه مهال رامنځته شوه؛ چې فضل الحق فاروقي د زمبابوې د کریګ اروين پر وړاندې د توپ اچوونې د بیاکتنې لپاره د خپل غبرګون په ښکاره کولو سره د ریفري له پرېکړې سره مخالفت وکړ.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د ښاغلي فاروقي په انظباطي کارنامه کې یو امتياز اضافه شوی، چې په ۲۴ میاشتو کې لومړۍ سرغړونه وه.
د يادولو وړ ده، چې ښاغلي فاروقي د ریفري انډي پایکرافټ لخوا د وړاندیز شوې سرغړونې سزا منلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په پلازمېنه هرارې کې د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم ښه لوبه وکړه.
دا سیالۍ له تېرې اونۍ راهیسې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درېيو پنځوس اوریزو یو ورځنیو سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوې.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه.