سوداګري

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي

د پولي معاملاتو یو انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک وايي چې د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۹) به ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي.

دغه بانک په یوه خبرتیا کې، له سوداګریزو بانکونو، د پولي خدماتو شرکتونو او «په شرايطو برابرو» صرافيو څخه غوښتي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دې داوطلبۍ ګټونکی به مکلف وي چې د داوطلبۍ ورځې تر پایه خپل حساب تصفيه کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک وايي، قسمي تسويې معاملاتو داوطلبانو ته به اجازه ورنکړل شي چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د ډالر په مقابل کې د افغانیو ارزښت

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په تېرو څو میاشتو کې په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې یو ډالر تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل شوی دی. په داسې حال کې چې په تېره یوه میاشت کې د افغانیو پر وړاندې د یو ډالر ارزښت له ۶،۷ افغانیو څخه ښکته روان و.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې په بازارونو کې د ډالرو لیلام یوازې په «مصنوعي» ډول د دې نړۍ د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په موقت ډول ساتلای شي.