فرهنګ او هنر

د جدې سور سمندر فلم فیسټیوال د هالیوډ او بالیووډ د لوبغاړو په ګډون سره پیل شو

رسنیو د سعودي عربستان په جده ښار کې د سور سمندر د فلم فیستیوال د پیل اعلان وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې د دغه فيسټوال په څلورمې دورې کې د هالیووډ او بالیووډ ګڼ شمېر اداکاران ګډون کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په شپه د فلم فیسټیوال د څلورمې دورې په لومړۍ ورځ یو شمیر اداکاران پر سور فرش راڅرګند شول.

د بالیووډ مشهورو اداکارانو عامر خان او کرینا کپور هم د پرانیستې په مراسمو کې حضور درلود.

په دې موقع عامر خان او برتانوي اداکارې اېميلي بلانټ ته د سور سمندر ایوارډ ورکړل شو.

د فوټبال ستوري کریسټیانو رونالډو ملګرې جورجینا روډریګز هم د پرانیستې په مراسمو کې حضور درلود.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان د «موسوم الریاض» په نوم د تفریحي فیستیوال کوربه و چې د لوېدیځې موسیقۍ ستورو جینیفر لوپیز او شکیرا پکې سندرې وړاندې کړې.