ورزش

د شطرنج د نړیوالې اتلولۍ اتمه لوبه؛ په پنځم ځل د ډينګ لیرن او ګوکش دوماراجو مساوې کېدل

انځور له له رويټرز

د چین څخه د شطرنج د نړۍ دفاعي اتل دینګ لیرن او ځوان هندي سیال ګوکش دوماراجو د نړۍ د شطرنج د اتلولۍ په اتمه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شول.

د تېرو څلورو لوبو په څېر دا لوبه هم مساوي پای ته ورسېده او په دې توګه د شطرنج دواړو لوبغاړو په پرله پسې توګه د پنځم ځل لپاره د امتيازاتو په شریکولو هوکړه وکړه.

دغه سیالۍ به په سینګاپور کې ترسره شي او دواړه سیالان به په نهمه لوبه کې یو ځل بیا له یو بل سره مخامخ شي. ګوکش، د هند د شطرنج یو ١٨ کلن لوبغاړی، اوس ترټولو ځوان لوبغاړی دی چې د نړۍ د شطرنج اتلولۍ د سرلیک خپلولو هڅه کوي، د اوسني ٣٢ کلن نړیوال اتل سره مخامخ کیږي.

تر دې مخکې د روسیې د شطرنج لوبغاړي ګري کاسپاروف په ۱۹۸۵ کال کې په ۲۲ کلنۍ کې له خپل هېوادوال اناتولي کارپوف څخه د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه. که ګوکوش وکولای شي دغه سیالۍ په خپله ګټه پای ته ورسوي، د هغه نوم به د نړۍ تر ټولو ځوان شطرنج اتل په توګه ثبت شي.