د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې نن (سه شنبه د ليندۍ ۱۳ مه) د ټاس ګټلو پر اساس د نیپال لوبډلې پر وړاندې توپ وهنه پیل کړه.
دا لوبه د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل شوه او د « اسیا د ملتونو د ځوانانو د جام» په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې دا د اسیا د ځوانانو په جام کې د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو درېیمه او وروستۍ سیالي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د ١٩ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په دې سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د ۱۳۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره د افغانستان ۱۹ کلنو لوبغاړو ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.
خو د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او په دې سیالیو کې یې خپله دویمه ماتې هم ثبت کړه.