ورزش

د منځنۍ آسیا د ځوانانو فوټبال اتلولۍ؛ تاجکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

د مرکزي آسیا تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال اتلولۍ سیالیو په لړ کې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې تېره شپه د تاجکستان له لوبډلې ماتې وخوړه.

افغانستان خپله دویمه لوبه د درېیو ګولو په توپير وبایلله.

دواړه لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې وتوانېدل چې یو یو ګول ووهي، خو د تاجکستان لوبډلې دویمه نیمایِ کي لوبه تيزه کړه او درې نور ګولونه یې ووهل.

دا د منځنۍ آسیا د فوټبال اتلولیو کې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې دویمه لوبه وه چې له تاجکستان څخه په ماتې سره پای ته ورسېده.

افغانستان تېره ورځ (اسد ۱۵مه) خپله لومړنۍ لوبه صفر د یو پروړاندې د قرغیزستان لوبډلې ته بایلوده.

د ویلو ده چې د مرکزي آسیا تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال اتلولۍ د تاجکستان په کوربه توب د اګست میاشتې په ۵ مه په دوشنبې ښار کې پیل شوې او د روانې میاشتې تر ۱۲مې به دوام ولري.

د افغانستان لوبډله به نن مازدیګر په ۵ بجو او ۳۰ دقیقو (کابل په وخت) د ایران له ملي لوبډلې سره د لوبې لپاره میدان ته لاړ شي.