فرهنګ او هنر

د عدالت غوښتنونکو ښځو غورځنګ: افغان مېرمنې د تاوتریخوالي له «لويې څپې» سره مخ دي

د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ چې مشري د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش کوي د «نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې»په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د تاوتریخوالي له «لوی څپې» سره مخ دي.

دغه غورځنګ وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې دا چې له اساسي بشري حقونو سرغړونه ده؛ بلکه د دوامدار او عادلانه پرمختګ په لاره کې لوی خنډ دی، چې د نوي نړۍ نظم ګډوډوي.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي لکه طلاق، وهل ټکول، د نارینه وو له خوا د ښځو ځورونه، رواني او اقتصادي ځورونه، اجباري ودونه او د ښځو مرموزې وژنې په بې ساري ډول ډېرې شوې دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «اوس دا عمل (د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی) په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نه یوازې دا چې نه شي څېړل کېدای؛ بلکې له سختو محدوديتونو او تبعیضونو سره مخ دی.»

ياد غورځنګ زیاتوي چې په افغانستان کې «جنسيتي تبعيض» په بې ساري او «وحشیانه» ډول پلي کیږي.

غوښتنې

د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ وايي، په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د تاوتریخوالي عاملینو او ترسره کوونکو ته باید د خپلو اعمالو سزا ورکړل شي.

د دغه خوځښت اعتراض کوونکو ښځو همداراز زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د دغو «جنایتونو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او له طالبانو سره دې اړیکې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي.