سویلي آسیا

پاکستاني پولیسو د لاريون کوونکو د نفوذ د مخنیوي لپاره د اسلام اباد سړکونه وتړل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په ملاتړ د لاريون کوونکو د نفوذ د مخنیوي لپاره په لویو لارو او لویو سړنونو کې د کانټینرونو په اېښودلو سره اسلام آباد ته غځېدلې لارې وتړلې.

لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې اوس په زندان کې دى د هغه دولت پر ضد په ټول هیواد کې چې هغه یې «دیکتاتور حکومت» بولي د لاریونونو غږ وکړ.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د متوقع لاريونونو د کمولو په خاطر په دغه هېواد کې د واټس اپ د پيغام رسونې ټولنيزې شبکې او انټرنيټي خدمتونو په کارولو بنديزونه لګولي دي.

د اسلام آباد سترې محكمې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلان شوی لاريونونه «غیرقانوني» بللی او فدرالي حکومت ته یې امر کړی چې د خلکو ژوند ګډوډ کولو پرته د پاکستان پلازمېنه کې د قانون او نظم ساتلو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

په پاکستان کې دا داخلي تاوتریخوالی په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د بېلاروس د ولسمشر په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی د روانې اونۍ په پای کې اسلام آباد ته راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند له خوا پلان شويو لاريونونو څخه مخکې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په هغو سیمو کې چې د «امنیتي اندېښنو» د لرلو له امله د وای فای خدمتونه او د ګرځنده موبايلونو انټرنېټي خدمات به وځنډول شي او د هېواد په نورو برخو کې به په نورمال ډول دوام ولري.

د يادونې وړ ده چې د خېبرپښتونخوا ايالت څخه چې تحريک انصاف پکې واک لري اعتراضي ډلې نن سهار اسلام آباد ته روانې شوې دي.

د پاکستان پولیسو د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د روات ټي صليب لاره د دواړو خواووې د ترافیکو پرمخ تړل شوې او په ٢٦ نمبر چونګي کې یوازې یو لین د دواړو خواوو د ترافیکو لپاره خلاص دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف د پلویانو څو اعتراضي کاروانونه د اسلام آباد پر لور پر لاره دي.