افغانستان

کابل کې په دوهمه پرلپسې ورځ چاودنه؛ درې کسان وژل شوي

عکس له ټولنیزو رسنیو اخیستل شوی

د کابل ښار په لویدځه برخه کې نن شنبه  پرلپسې په دویمه ورځ هم چاودنه وشوه. چاودنه د شپږمې حوزې اړوند پل سوخته سیمه کې شوې ده.

د شپږمې امنیتي حوزې لپاره د طالبانو د امنیت آمر ذبیح الله وايي، چاودېدونکي توکي په یوه ګلدان کې ځای پرځای شوي وو او د چاودنې په پایله کې درې کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

یوې سرچینې آمو ټلویزیون ته وویل چې چاودنه د عاشورا مراسمو لپاره د بیرغ پلورنې یوې غرفې ته نږدې شوې ده.

خو کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، د کابل په نننۍ چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

تېره ورځ هم د کابل په لویدیځ کې په سر کارېز سیمه کې چاودنه وشوه، چېرته چې ورڅېرمه د عاشورا مراسم ترسره کېږي. طالبانو وویل چې د جمعې ورځې په چاودنه کې اته کسان ووژل شول.

دغو چاودنو ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم غبرګون ښوولی دی.

ښاغلي رئیسي نن په یوه ناسته کې ددغه برید د غندنې ترڅنګ ویلي: «څوک چې د حسیني ماتم مجلس په وینو لړي، هماغه د وخت یزیدیان دي چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې په هڅه کې دي.»

دغه ایراني لوړپوړي چارواکي زیاته کړه: «لازمه ده چې د افغانستان حاکم هیئت دغه جنایتکاران وپېژني او د افغانستان د ټولو خلکو امنیت تامین کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې چاودنې د قربانیانو دقیقې شمېرې هم په واک کې نشته. خو ځینې سرچینې د وژل شویو شمېر لږ ترلږه ۲۰ تنه بولي. ددغې سیمې ډېری اوسېدونکي هزاره دي او په دې ورځو کې د محرم میاشتې په ماتم بوخت دي.