افغانستان

د کابل ښار لویدیځه څنډه سر کارېز کې چاودنې اته کسان ووژل

د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې چاودنې اته کسان ووژل او ۱۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په یوه اعلامیه کې ویلي، چاودنه د جمعې په ورځ (اګست ۵مه) د کابل ښار په شپږمه حوزه سر کارېز سیمه کې شوې چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده.

داعش ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی.

کابل کې یوې سرچینې وویل چې چاودېدونکي توکي د سبزیو په یوې کراچۍ کې ځای پرځای شوي و. چاودانه داسې ځای کې شوې چې تېر کال په جون میاشت کې د جمهوري دولت پرمهال هلته دوه پرلپسې چاودنې شوې وې چې ۱۰ کسان یې وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي وو.

د جمعې ورځې د چاودنې د قربانیانو عکسونه چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، ښيي چې یو شمېر خلک د پېښې له ځایه په تښتېدو او یا هم د خپلو خپلوانو او دوستانو په لټه کې دي چې د چاودنې سیمې ته نږدې وو.

ځینې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنه او د ټپیانو شمېر ۲۴ تنه یادوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ برنټ په یوه ټویټ کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې طالبان د افغانستان د ټول ولس د امنیت مسوولیت لري.

هغه ویلي چې د بین المللي جرایمو عاملان باید محاکمې ته راکښل شي.