د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به په لومړۍ «درې یو ورځنۍ» نړیواله لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې لوبه وکړي.
دا لوبه به نن (چهارشنبه، لړم ۱۶مه) د کابل پر وخت ۲:۳۰ دقيقې ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره کېږي.
دا د بنګله دېش پر وړاندې «درې يو ورځنۍ لوبه» کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ نړیواله لوبه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان به خپله دویمه لوبه د لړم په ۱۹مه او وروستۍ لوبه به د لړم په ۲۱مه د بنګله دېش پر وړاندې سره ترسره کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د دغو درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د ۱۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.