سوداګري

طالبانو څه باندې پنځه زره  قراطه د پنجشېر زمرد وپلورل

په پنجشیر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې ۵زره ۴۰۰ قيراطه زمرد پلورلي دي.

دغه رياست نن (سه شنبه د لړم ١۵مه) په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه زمرد د ٢۴٢ زره ۵٠ ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رٸيس قاسم اميري د دغه ولايت د زمردو دولسمې مزايدې کې وويل چې دغه اندازه زمرد د افغانستان پر ملي سوداګر پلورل شوي دي.