سویلي آسیا

د بلوچ د آزادۍ غورځنګ درې غړي په پاکستان کې په «پوځي عملیاتو» کې وژل شول

File photo.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې په موسی خېلو سیمه کې یې «پوځي عملیات» ترسره کړي، چې په پایله کې یې د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ درې غړي، چې پاکستاني چارواکي یې «ترهګر» بولي، وژل شوي او دوه تنه نور نیول شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې پوځي عملیاتو کې د بلوچستان ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې، سرحدي ځواکونو او پاکستاني پولیسو برخه اخیستې وه.

له ترهګرۍ سره د بلوچستان د مبارزې ریاست وايي، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو په موسی خېلو سیمه کې د بلوڅو د آزادۍ غورځنګ له ۱٩تر ۱۲ غړو سره مخامخ شول او دغو ځواکونو پرې ډزې وکړې.

په بلوچستان کې د دې ادارې وياند وايي، چې له دې ډلې څخه پنځه تنه د شپې د تيارو له امله په تېښته بريالي شوي دي.

هغه وايې چې ددي عملياتو پر مهال ددي ډلي وسلي او مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي او جسدونه يې روغتون ته لېږدولي او له نيول شويو کسانو څخه پوښتني او ګروېږنې رواني دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په تېرو څو میاشتو کې د تاوتریخوالي  پېښې زیاتې شوي دي.

د پاکستان د حکومتي بنسټونو د میاشتني امنیتي راپورونو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې «ترهګریز» بریدونه د تیرې میاشتې په پرتله ٢۴سلنه کم شوي دي. خو په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي او وسله والو نښتو پېښې لا هم په لوړه کچه پاتې دي.

په ٢٠٢٣ کې، پاکستان د ٧٨٩ «ترهګریزو» بریدونو او د تروریزم ضد عملیاتو له امله د تاوتریخوالي اړوند پیښو کې يو زرو ۵۲۴ مړه او يو زرو۴٦٣تنه ټپیان شوي دي.