ورزش

افغان سنوکر لوبغاړو هند او عراق ته ماتې ورکړه

د هېواد د سنوکر لوبغاړو د نړۍ د سنوکر د سیالیو په دوام هند او عراق ته ماتې ورکړه.

د المپيک د ملي کمېټې د بدن د ښکلا د څانګې د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ پرون (دوشنبه، د لړم ٧مه) په دوحه کې د قطر په کوربه توب پيل شوې.

په دغو سیالیو کې خان سنزی او صالح محمد د «قرعه  کشۍ» پر بنسټ په دوو جلا لوبو کې خپلو هندي او عراقي سیالانو ته ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې خان سنزي خپل عراقي سيال ته ۴ پر صفر او صالح محمد خپل هندي سیال ته ۴ پر ٢ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.